لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د آسیا جام اتلولي خپله کړه

په دې شل اوریزو سیالیو کې، چې د عمان پر کوربتوب ترسره شوې؛ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او عمان اته لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

Published

on

د آسیا ځوانانو جام په وروستۍ لوبه کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.

په دې شل اوریزو سیالیو کې، چې د عمان پر کوربتوب ترسره شوې؛ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او عمان اته لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

په وروستۍ لوبه کې د سریلانکا الف کرکټ لوبډلې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه، چې د افغانستان الف لوبډلې په ۱۸.۱ اورونو کې د درې لوبغاړو پر سوځیدو دغه هدف پوره کړ.

افغان ابدالیانو د هېواد د کرکټ په تاریخ کې ترټولو ستره لاسته راوڼه ثبت کړه او د آسیا اېمرجنګ جام سیالیو اتلولي یې وګټله.

 افغان لوبډله، چې کله د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شوه ګومانونه داسې ول، چې ګواکې پای لوبې ته دې لار پیدا نکړي؛ خو افغان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته داسې ماتې ورکړه، چې هندیانو ته یې هم منل سخت ول.

دې بریا په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي .

د ریاست الوزراء سياسي مرستيالۍ په آسيا ځوانانو جام سياليو کې د افغانستان کرکټ الف ملي لوبډلې د اتلولۍ ګټلو له کبله هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته مبارکي وړاندې کړه او د دې لوبډلې لوبغاړي يې وياړ بښونکي یادکړي دي.

د افغانستان کرکټ الف ملي لوبډلې پرون ( یکشنبه د لړم شپږمه ) د یادو لوبو په پای لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه.

په ورته مهال کې د کرکټ بورډ مسوولین هم د الف لوبډلې دغه بریا تاریخي بولي او وایي، چې د دغې لوبډلې لوبغاړي د ملي لوبډلې د لوبغاړو ښه ځای ناستي دي.

په دې لوبه کې صدیق الله اتل د ۳۶۸ منډو پر جوړلو د یادو سیالیو د ټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی ونومول شو.

د آسیا اېمرجنګ جام سیالۍ، چې د اکتوبر میاشتې پر اتلسمه پیل شوې وې، چې تېره شپه د افغانستان پر اتلولۍ پای ته ورسېدې.

Trending

Exit mobile version