لوبی

د افغانستان کرکټ بورد د ۲۰۲۳ اسیا جام سیالیو ملي لوبډله اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد غوراوي کمیتې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۵ ) په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې د وږي پر ۸ به په اسیا جام کې ولوبیږي.

د اسیا جام سیالۍ به د وږي پر ۸ / د اګست پر ۳۰ پیل او د وږي تر ۲۶ / د سپتمبر تر ۱۷ نېټې پورې په پاکستان او سریلانکا کې ترسره شي.

محمد سلیم ساپی او عبدالرحمن دوه توپ اچوونکي، چې د پاکستان پر وړاندې په وروستیو سیالیو کې د ملي لوبډلې برخه وه؛ په لوبډله کې ساتل شوي. په داسې حال کې، چې د اسیا جام سیالیو له نوملړه فرید احمد ملک او وفادار مومند ایستل شوي دي.

د هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ټپي کېدو له کبله له نوملړ څخه ایستل شوی او پر ځای یې د هېواد د ملي لوبډلې دوه نور تکړه غړي ګلبدین نایب او کریم جنت د سیالیو لپاره د لوبډلې برخه ګرځېدلي دي.

د ملي لوبډلې بل تکړه لوبغاړی شرف الدین اشرف هم په دغه نوملړ کې ځای لري، چې د اړتیا له مخې به د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

همدارنګه نجیب الله ځدراڼ، چې د زنګون د ټپ له کبله د پاکستان پر وړاندې د ملي لوبډلې له تېرو سیالیو لرې کړای شوی و؛ د اسیا جام لپاره د لوبغاړو په نوملړ کې راغلی دی او تمه ده، چې د کرکت له پیل مخکې به یو ځل بیا لوبو ته چمتو شي.

دغه راز شاهدالله کمال، چې د پاکستان خلاف په وروستیو سیالیو کې د ځدراڼ پر ځای لوبېدلی و؛ د اسیا جام لپاره د لوبغاړو له نوملړ څخه ایستل شوی دی.

د کرکت د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ دا دی:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ویکت ساتونکی)، اکرام علي خېل (ویکت ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نوراحمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي.

آریانا تلویزیون به په ټول هېواد کې د کرکت مینه والو ته هره ورځ د وږي له ۸ ( د چارشنبې له ورځې ) ۱:۳۰ ټولې لوبې تر فاینل( د وږي تر ۲۶) پورې، چې په کولمبو کې ترسره کیږي پر ژوندۍ بڼه خپروي.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، چې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.

افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د وږي پر ۱۲ / د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د وږي پر ۱۵ / د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.

د لوبو د مهالوېش د پوهېدو لپاره داځای کېکاږئ!

Trending

Exit mobile version