لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټيمټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووهویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپاچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپاچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپاچولو هیلهبښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.