لوبی

د افغانستان کرکټ لوبغاړو او چارواکو د کونړ زلزله ځپلو ته مرسته راټوله کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د مرستې دا بهیر به روان وساتل شي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو، لوبغاړو او کارمندانو نن (سې‌شنبه د وږي یوولسمه) د کابل او خوست ولایتونو د بورډ په مرکزي دفترونو کې د کونړ ولایت له زلزلې زیانمنو کورنیو ته مالي مرسته راټوله کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د مرستې دا بهیر به روان وساتل شي.

همدارنګه د هېواد کرکټ لوبډلې ټولو لوبغاړو، چې دا مهال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تلي؛ د لوبې فردي جایزې او پیسې د کونړ ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې دا ټولې مرستې له نورو مالي مرستو سره به یوځای ډېر ژر د کونړ زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شي.

۳دا وشو

Trending

Exit mobile version