لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دېش پر وړاندې شپږ لوبې وکړي
دغه لوبې به په شارجه او ابوظبي ښارونو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ منلې، چې دوی به د اوکتوبر له ۲ څخه تر ۱۴ پورې په متحده عربي اماراتو کې د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربتوب وکړي.
دغه لوبې به په شارجه او ابوظبي ښارونو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس په دې اړه ویلي: “موږ ویاړو، چې په دې لړۍ کې د بنګلهدېش کوربتوب کوو. دا لړۍ زمونږ د ملګرتیا پیاوړتیا او د نړیوال معیار د کرکټ تجربو وړاندې کولو لپاره حتا په بې طرفه ځایونو کې زمونږ ګډې ژمنې ښیي. مینهوال کولی شي دغو په زړه پورې سیالیو ته سترګې پر لار وي.”
د بنګله دېش کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نظام الدین چودري ویلي؛ “مونږ په متحده عربي اماراتو کې پر زړه پورې سپین بال سیالۍ ته له افغانستان سره د مخامخ کېدو پر تمه یوو. دا سیالۍ نه یوازې له آسیا جام وروسته یو ارزښتناکه سیالي ده، بلکې زمونږ د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ متقابل درناوی او ځواکمنه اړیکه هم ښیي. زه غواړم د افغانستان کرکټ بورډ د دې لړۍ له کوربتوب او همکارۍ څخه د زره له کومي مننه وکړم.”
دواړه لوبډلې به د آسیا جام په B ګروپ کې له سیالۍ وروسته دا لړۍ پیل کړي.