لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه
دا په دې سیالۍ کې د افغانستان دوهیمه پرلهپسې بریا ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سېشنبې پر شپه (د وږي یوولسمه) په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو په دوهیمه لوبه کې پاکستان ته د ۱۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا په دې سیالۍ کې د افغانستان دوهیمه پرلهپسې بریا ده.
مخکې له دې د هېواد ملي لوبډلې د کوربه لوبډلې پر وړاندې هم بریا ترلاسه کړې وه.
دا لوبه د سې شنبې پر ورځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې افغانستان لومړی بیټینګ وکړ؛ په ۲۰ اورونو کې یې د پېنځه ویکټو پر له لاسه ورکولو یې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
ابراهیم ځدران غوره لوبغاړی شوش؛ ۶۵ منډې یې وکړې. په داسې حال کې، چې صدیق الله اتل ۶۴ منډې کړي، چې د افغانستان غوره منډې جوړونکي شو.
دغه راز پاکستان د هدف د ترلاسه کولو لپاره نه ستړېکېدونکې هڅې وکړې؛ د نهه ویکټو په بدل کې یې یوازې ۱۵۱ منډې جوړې او لوبه کې مات شو.
د توپاچونې په برخه کې راشد خان، فضل الحق فاروقي، محمد نبي او نوراحمد هر یو دوه ویکټې واخیستې، چې د افغانستان د بریا په خوندي کولو کې یې مهم رول ولوباوه.
دا بریا په دې سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده؛ د دې سیالیو لومړۍ لوبه پاکستان د ۳۹ منډو پر توپیر ګټلې وه.
په پام کې ده، چې افغانستان به د جمعې پر ورځ بیا له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.