لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې وخوړله

دا لوبه د شنبې پر ورځ ( د لړم  نولسمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوه‌یمه یوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې د ۶۸ منډو پر ټوپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ ( د لړم  نولسمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

د دغه لوبلړ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې او اوس دواړه لوبډلې ۱-۱ مساوي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

په پرونۍ لوبه کې (شنبه د لړم نولسمه) بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۵۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره د دې لوبډلې لوبډلمشر نجم‌الحسین شانټو وکړې تر ټولو زیاتې ۷۶ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ‌اچوونکیو کې ننګیالی خروټی د خپلو ملګرو پر پرتله ښه وځلید او درې ویکټې یې واخیستې.

په دوه‌یمه پاڼۍ کې د افغانستان لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او هیڅ یو لوبغاړی ونه توانید، چې پر ویکټو اخیستو راوڅرخیږي.

د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز یوازې دوه منډې وکړې او ژر له لوبې ویستل شو.

یوازې رحمت شاه زرمتي د ۵۲ منډو پر جوړولو تر نورو ښه و او نور لوبغاړي په دې لوبه کې ښه نه‌ول.

افغانستان په ۴۳.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۱۸۴ منډې یې جوړې کړې.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې د دوشنبې پر ورځ (د لړم یوویشتمه) د درې، پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې له یو بل سره مخ شي. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د لوبلړ ګټونکې وي.

Trending

Exit mobile version