بی بی سی پښتو

د افغانستان کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا کې د سلګونه زره ښځو ونډه

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۴, ۱۳۹۹
BBC

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د شمېرو له مخې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې نژدې ۴۰۰ زره کسان چې ۸۰ سلنه یې مېرمنې کېږي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په پروګرام کې شاملې شوې دي.

افغان حکومت په راتلونکو څو میاشتو کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ښځو چارو وزارت ته سپاري.

د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د مېرمنو د اقتصادي ودې په موخه د افغانستان په ۷۶ ولسوالیو کې پیل شوی ۸۰ سلنه ونډه یې مېرمنې جوړوي.

په تېرو دوو کلونو کې د ناامنیو په زیاتېدو سره ډېری مېرمنو په دې پروګرام کې برخه وانه خیسته.

یو شمېر مدني ټولنې وايي په ځینو امن ولسوالیو کې د مېرمنو په اقتصادي ژوند کې کم بدلون راغلی خو په وروستیو کې ډېری مېرمنې د حکومت تر واک وتلو سیمو کې له دې پروګرام لرې شوې، ځکه ستونزمنه ده چې په ناامنه سیمو کې له دا ډول موسسو سره کار وکړي.

د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ دشت شور سیمې په یوه کور کې نژدې لس مېرمنې د بیکونو په ګڼدلو بوختې دي.

دغه مېرمنې نژدې دوه کاله وړاندې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کې شاملې شوې دي.

BBC

د مېرمنو له دغې ډلې زرغونه وايي د خپلو سپما شوو پیسو او د دولت په ملاتړ یې په بیک جوړولو پیل کړی؛ خو په میاشت کې یوازې هرې مېرمنې ته ۱۰۰۰ افغانۍ ګټه رسېږي.

له همدې ولسوالۍ لږ وړاندې د مزار شریف ښار شمال لوري افغانیه مېنه کې بیا مېرمنې دغه پروګرام ته لاسرسی نه لري؛ ځکه په دې سیمه کې د حکومتي چارو چلولو ستونزمن دي.

د بلخ له مدني فعالانو غلام رسول ملکزی وايي په وروستیو کې ډېری ولسوالۍ ناامنه شوې او ګڼې مېرمنې له دا ډول برنامو محرومې پاتې دي.

یوازې په بلخ کې ۱۰ زره مېرمنې او په نورو شمالي ولایتونو کې نفوسو ته په کتو سره له ۳ زرو تر ۴ زره مېرمنې په دغه پروګرام کې شاملې شوې دي.

خو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند په خبره لا هم په دغه پروګرام کې د مېرمنو ونډه پراخه نه ده.

نوموړی وايي “اوس مهال څلورسوه او اته ویشت زره کلیوالي وګړي د دغه پروګرام غړي دي چې اتیا سلنه یې مېرمنې جوړوي. خو بیا هم په ځينو سیمو کې کلیوالې مېرمنې د ځينو ستونزو له امله په دغه پروګرام کې برخه نه اخلي، نو ځکه یې کارونه ورو روان دي”.

BBC

خاطره اسا د مزار شریف ختیځ لوري په یوه ارامه سیمه کې په خپل پلورنځي کې هغه محصولات راټول او جوړوي چې د نجونو یوې ۳۰ کسیزې ډلې له لوري چمتو کېږي.

خاطرې دغه ډله دوه کاله وړاندې د څلوېښت نجونو په نوم جوړه کړې چې اوس د خپلې ډلې په سپما او دولت په قرضه لاسي توکي تولیدوي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو له هغې جملې په کابل او هرات کې ښه نوم لري.

نوموړې وايي “د پور اخیستو ګروپ د کلیوالي مېرمنو لپاره د کلیو او پراختیا وزارت له لوري رامنځ ته شوی دوی په شپږو میاشتو کې بېلابېل ګروپونه جوړ کړي، چې هر ګروپ پنځلس مېرمنې کېږي. دغه ګروپونه په دې توانېدلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې خپل اونیز پورونه راټول کړي او هره مېرمن ځان ته کار پیل کړي”.

BBC

د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، په نوي کال کې ټولې هغه برنامې چې د افغان مېرمنو په نامه په هېواد کې فعالې دي د دغه وزارت له لوري به رهبري او څارنه به یې وشي.

د افغانستان په شمال کې یو شمېر مدني ټولنې بیا وايي چې امنیتي وضعیت ښه نه شي او په ولسوالیو کې سیمه ییزه حکومتولي پراخه نه شي دا ډول پروګرامونه به په ناامنه ولسوالیو کې ډېره ګټه ونه لري.

Trending

Exit mobile version