تازه خبرونه
د افغانستان کورني مسایل د افغانانو خپل کار دی – ذبیح الله مجاهد
اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د دوه اړخیزو اړیکو غوښتنه وکړه، چې له مخې یې د ګډو ستونزو حل رامنځته شي.
نهه میاشتې کېږي، چې اسلامي امارت پوره واک ته رسېدلی؛ خو هېوادونه په تېره بیا د افغانستان ګاونډیان اوس هم یو اړخیزې غوښتنې لري.
اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او پر ګاونډ هېوادونو غږ کیږي، چې له کابل سره د اړیکو پر پراخولو کار وکړي، چې ستونزې په ګډه حل شي.
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا داخلي مسایل د افغانستان پر حکومت او خلکو پورې اړه لري او دوی به هم د هېوادونو مشورې په پام کې ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانانو کورني مسایل پر افغانانو پورې اړه لري او که څوک د افغانستان له سیاسي جوړښت سره تړلیو مسایلو په اړه ملاحظه لري؛ باید له افغانستان سره ګډه همکاري او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.
د ټولګډونه حکومت جوړول د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه دي، چې ورسره د افغان حکومت پر رسمیت پېژندل تړل شوي دي.
سیاستوال د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له نورو هېوادونو سره د افغانستان تعامل مهم ګڼي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی عزیز معارج وایي؛ تر اوسه د افغانستان حکومت پدې ندی توانېدلی، چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه راضي کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی بلال فاطمي وایي؛ تعامل او له هېوادونو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول د اسلامي امارت بنستیزه اړتیا ده.
که څه هم کوم هېواد په رسمي بنه ندي ویلي، چې اسلامي امارت پر رسمیت پېژني؛ خو په پاکستان، ایران، ترکیه، روسیه، ازبکستان او چین کې د افغانستان سیاسي استازي اوسمهال له کابل سره اړیکې ټینګوي او له کابله امرونه ترلاسه کوي.