Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان یوه کډواله د آسترالیا د مشرانو جرګې غړې شوه

خپور شوی

د

افغان کډواله فاطمه پیمان، چې اوس د آسټرالیا تبعه ده، د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې شوې ده.

د استرالیا نوي لومړي وزیر آنتوني آلبانیزي تویت کړی، چې مشرانو جرګې ته یې د کارګر ګوند د غړي فاطمه پیمان د لار موندې له کبله دې بنسټ ته مبارکي ویلې ده.

د آسترالیا د ټاکنو کمیسیون نن (دوشنبه د غبرګولي دېرشمه) د پناه غوښتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې ټاکنې اعلان کړې.

د آسټرالیا د رسنیو د راپور له مخې؛ ۲۷ کلنه فاطمه پیمان لومړنۍ حجاب لرونکې مسلمانه ښځه ده، چې مشرانو جرګې ته یې لار وموندل.

فاطمه اته کلنه وه، چې له خپلې مور او کوچنیو وروڼو سره آسټرالیا ته تلې ده.

میرمن پیمان ویلي، چې پلار یې په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د هند له بحر څخه په کښتۍ کې تېر شو او د یوې پناه غوښتونکي په توګه آسترالیا ته راغی، چې د خپلې میرمنې او درې ماشومانو لپاره ښه ژوند برابر کړي.

د هغې پلار په ۲۰۱۸ کال کې د سرطان پر ناروغې مړ شوی دی.

تازه خبرونه

اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

Published

on

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نه‌دی.”

هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نه‌دی شوی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!