سوداگري
د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوتونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي – د افغانستان بانک
د افغانستان بانک ويلي؛ نوي چاپ شوي بانکنوتونه به د معقول پولي سیاست، اقتصادي ودې ته په کتو او د اړتیا له مخې د زاړو افغانیو ځای ونیسي.
د امریکا د ځانګړي استازي لخوا د افغانیو نویو بانکنوتونو د چاپېدو له خبرو وروسته؛ د افغانستان بانک ويلي، چې نوي بانکنوتونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.
د افغانستان بانک د نشراتو مسوول حسیب الله نوري څرګنده کړې، چې نوي چاپ شوي بانکنوتونه به د معقول پولي سیاست، اقتصادي ودې ته په کتو او د اړتیا له مخې د زاړو پیسو ځای ونیسي.
د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان بانک باید د زاړو بانکنوتونو د راټولولو لپاره له سیستماتیکو لارو کار واخلي او نوي بانکنوتونو یې ځای ونیسي.
بل لورته د هېواد په بازارونو کې د زاړو بانکنوتونو ډېرېډو هم د خلکو نیوکې راپورته کړې دي.
خلک له کلونو راپدیخوا په بازارونو کې له زاړو بانکنوتونو سر ټکوي.
د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو ټولنه د نویو بانکنوتونو له چاپېدو هرکلی کوي او وايي، چې له بازارونو څخه د زاړو او له کاره لوېدلیو بانکنوتونو د راټولولو لپاره باید سیستماتیکې لارې چارې وکارول شي.
د صرافانو ټولنې غړی عبدالرحمان ځیرک په بازارونو کې د نویو بانکنوتونو د ځای پر ځای کولو لپاره له د افغانستان بانک سره پر همکارۍ ټینګار کوي او وایي، چې په دې اړه باید همغږي رامنځته شي.
د کابل یو شمېر ښاریانو هم ويلي، چې په دې وروستیو کې بانکنوتونه په ځانګړي ډول د لس، شل، پنځوس او ۱۰۰ افغانیو نوتونه ډېر زاړه شوي او په راکړه ورکړه کې یې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
ځینو نور هېوادوال بیا خوښ دي، چې نوي بانک نوتونه بازار ته را روان دي.
اقتصادي کارپوهان وايي، خلک هم باید د افغانیو په ساتلو کې پوره پاملرنه وکړي.
که څه هم د افغانستان بانک د نویو چاپ شویو بانکنوتونو د اندازې او بڼې په اړه څه ندي ویلي؛ خو له خلکو یې غوښتي، چې د نويو پيسو په سمه توګه ساتنه وکړي، چې ژر زاړه او له منځه ولاړ نه شي.
په تېر یوه کال کې د هېواد په بازارونو کې افغانیو د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. که څه هم اسلامي امارت ویلي، چې دا وضعیت لنډمهاله دی؛ خو تر اوسه افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت خوندي او ترلاسه کړی ندی.
