سوداگري
د افغان – ازبک د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴.۸ میلیون ډالرو هوکړهلیکونه لاسلیک شول
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو د غړو ترمنځ د اړیکو کنفرانس او سوداګریزو غونډو پر مهال په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د همکارۍ ستاینه وکړه، افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یو باوري ملګری وباله او په هېواد کې یې د پانګونې پراخو پر فرصتونو ټینګار وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو تړون ته هم نغوته او اشاره وکړه، چې پر بنسټ یې له افغانستان څخه ازبکستان ته د څو توکو صادرات آسانه کیږي.
دغه راز د نمګان ولایت والي ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ازبکستان لپاره هم ډېر اړین دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري کولی شي د سیمهییزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک پر بنسټ په افغانستان کې د چرګانو د فابریکې جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو سوداګرۍ، د وچو مېوو او سابو صادراتو، د خوړو او تېلې توکو واردول، د هګیو د چرګانو تولید او د سپورټي خدمتونو په اړوند برخو کې به همکاري پراخه شي.