سیمه ییز خبرونه
د افغان بسيم ۱۹ ښځينه كاركوونكې د مديريت له زده كړو برخمنې شوې
د افغان بسيم مخابراتي شركت د خپلو كارمندانو د وړتياوو د لوړولو په لړ كې دا ځل ۱۹ ښځينه كارمندانو ته د مديريت په برخه كې روزنه وركړه.
دې كسانو ته د نهو ورځو په اوږدو كې روزنه وركړشوې او د چهار شنبې په ورځ(د لړم۸) و افغان بيسيم مخابراتي شركت د رييس آمين رامين او د بيات بنياد د مرستيال حاجي محمد اسمعيل لخوا پرې ستاينليكونه او ځانگړې ډالۍ ووېشل شوې.
د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين دا ډول پروگرامونه د خپلو كارمندانو د كاري وړتياوو په لوړولو او د چارو په ښه والي كې گټور گڼي.
د افغان ښځو د ټولنې مشره فتانه گيلاني د افغان بسيم مخابراتي شركت دا كار ستايي او وايي، چې:
د دغه راز پروگرامونو په پلي كيدو ښځې كولى شي خپلې وړتياوې لوړې كړي.
آغلې فتانه گيلاني زياتوي:
اړينه ده، چې ښځې د نورو چارو ترڅنگ په مديريت كې هم زده كړې وكړي.
افغان بيسيم مخابراتي شركت له ۱۳۹۲ لمريز كال را پديخوا د امريكا متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې په همكارۍ نيژدې درې سوه كاروونكيو ته د حسابدارۍ، مديريت او د مدیریت د اصولو په اړه روزنه وركړې ده.