تازه خبرونه

د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه کابل ته را ورسیده

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۲

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي؛ د حاجیانو ۳۴۶ کسیزه لومړی ډله کابل ته را رسېدلې او پاتې افغان حاجیان به په نږدې ورځو کې له سعودي غربستان څخه هېواد ته را ولیږدول شي.

افغان حاجیان د حج د فریضې له ادا کولو وروسته هېواد ته پر راستنیدو خوښي څرګندوي او وایي، چې اسلامي امارت دوی ته د حج پر مهال ښه امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې وې.

افغان حاجیان وايي، چې د حج په مراسمو کې سږ کال ښه خدمتونه برابر شوي وه او حاجیانو له کومې ستونزې پرته د حج مناسک پر ځای کړل.

د حج د مراسمو ښوونکی سیف الله ویلي؛ سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دغه راز ویل کیږي، چې سږ کال یو زیات شمېر دولتي چارواکي هم حج ته تللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دولتي مامورینو د خلکو له ونډې نه، بلکې له دولتي ونډې د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له افغانستان څخه ۱۲ زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه؛ خو سږ کال ۳۰ زره کسانو د حج په فریضه کې ګډون کړی او هیله دا ده، چې په راتلونکیو کلونو کې به د افغانستان ونډه نوره زیاته شي.

Trending

Exit mobile version