تازه خبرونه

د افغان حکومت استازي د مسکو او انقرې په ناستو کې ګډون کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت شورا سلاکار له امنیتي بنسټونو سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي؛ بهرنیو چارو وزارت به د مسکو او انقرې ناستو ته د طالب ګډونوالو د شمېر او کسانو له ټاکلو وروسته افغان حکومت هم خپل ګډون کوونکي وروپېژني.

پېنځه ورځې وروسته به مسکو د افغانستان د سولې په اړه د تریکای ناسته جوړه کړي؛ دې ناستې ته د حکوت، سیاسي ګوندونو، طالبانو، امریکا، چین، پاکستان او قطر استازي بلل شوي دي. دغه راز د استانبول ناسته هم د اپریل پر ر۲۷ جوړیږي، د دواړو ناستو اجنډا د افغانستان سولې بهیر په اړه ده.

افغان حکومت وایي، چې په دې ناستو کې ګډون کوي او اوس پدې څېړنه کوي، چې ناستې ته په کومه کچه پلاوی ولیږي.

افغان دولت په دې ناسته کې د ګډون بلنه تازه منلې؛ خو ګډونوالې څېرې یې ښکاره شوې ندي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: د انقرې او مسکو په ناستو کې حکومت ګډون کوي؛ خو تر دې دمه معلومه نده، چې ګډونوال به یې څوک وي؛ خو بهرنیو چارو وزارت او د مل روغې جوړې عالی شورا پرې کار کوي.         

سیاسي څېرو ویلي، چې تر اوسه یې د مسکو ناستې اصلي اجنډا نده یې تر لاسه کړې نده؛ خو په دې ناسته کې د یوه واحد پروګرام لپاره له حکومت او ګوندونو سره سلا مشورې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزی، سید منصور نادري، مارشال دوستم، محمد محقق، کریم خلیلي، عبدرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور او یونس قانوني د مسکو ناستې ته بلل شوي. په داسې حال کې، چې د ناستې جوړېدو ته پېنځه ورځې پاتې دي؛ خو اجنډا یې له افغانانو سره شریکه شوې نده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړي همایون جریر ویلي؛ په بلنلیک کې ویل شوي، چې دا ناسته د افغانستان د سولې لپاره ده. هیله من یو، چې د سولې د دې ناستې مدیریت واک زمونږ وي او مونږ هم د نتطر د یووالي لپاره هڅې تر سره کوو.        

حامد کرزي ته نږدې مخکښ شهزاده مسعود وایي: مسکو یوازې د آسانتیاوو رامنځته کوونکی دی؛ خو شک نشته، چې دا هېواد له دې ناسټې خپل پلان هم لري.        

سیاستوالو ویلي، چې که څه هم د مسکو ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې ناستې ته لومړنۍ ناسته ده او دا راز د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره جوړیږي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک وایي: د انقرې او مسکو ناسته د حکومت او سیاسیونو له همغږۍ پرته هیڅ نشي کولی؛ خو دا ناسته بلې ناستې ته لار اوارولی شي.       

د تریکای ناسته د افغانستان د سولې په بهیر کې د آسانتیاوو برابرولو په موخه ټاکل شوې د پنجشنبې پر ورځ په مسکو کې جوړه شي  او ویل کیږي، چې دا د استانبول ناستې ته لومړنۍ ناسته ده، چې ټاکل شوې په اپریل پر ۲۷ جوړه شي.

Trending

Exit mobile version