تازه خبرونه

د افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو تبادله باید بشپړه شي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۸, ۱۳۹۹)

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ټينګار کوي، چې  باید ژر تر ژره د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله بشپړه او پای ومومي.

امریکا، چې د افغانستان په سوله او جګړه کې لومړۍ خبره کوي؛ له افغان حکومت او طالبانو یې بیا غوښتي، چې ژر تر ژره د بندیانو تبادله بشپړه او خپلمنځي خبرې پیل کړي.

د امریکا ملي راديو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزی له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته ټينګار کړی، چې د افغان زندانیانو تباله دې باید ژر تر ژره وروستۍ او بشپړه شي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ  قومندان فرانک مک کینزیي ویلي؛ فکر کوم همدا یوازنۍ لار ده، چې مونږ له دغه وضعیت ایستلی شي او د افغانانو ترمنځ سوله ییزو خبرو ته زمینه برابروي.

هغه وایي: زه ډاډه یم، چې افغان حکومت هر هغه کار کوي، چې له مخې یې له طالبانو سره خبرو ته لار اواریږي. افغان حکومت د پېنځه زره طالب زندانیانو خوشې کولو ته ژمن دی او باید دا شمېر زندانیان خوشې کړي.

د دغې قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي ویلي، چې اوس هم په افغانستان کې تاوتریخوالی په لوړه کچه کې دی او طالبان پر ډېرو سیمو بریدونه کوي.

جنرال مک کینزي څرګنده کړې، چې دا وضعیت د زندانیانو له تبادلې او د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیلیدو سره پای موندلی شي.

حکومت ويلي، چې د طالبانو په نوملړ کې شپږ سوه زندانیان داسې دي، چې د دوی دوسیې باید له عدلي او قضايي پلوه وڅېړل شي؛ خو د ملي امنیت شورا دا هم نه روښانه کوي، چې د دغو شپږ سوه طالب زندانیانو جرم په کومه کچه دی، چې دوی یې پر نه خوشې کولو او طالبان یې په خوشې کولو ټينګار کوي.

طالبان ټينګار کوي، چې په نوملړ کې شامل ټول طالب زندانیان باید خوشي شي.

دا، چې د دغو زندانیانو په خوشې کولو کې ځنډ پېښ شوی؛ انګیرنې داسې دي، چې طالبانو له همدې کبله پر افغان ځوکونو بریدونه ډېر کړي دي.

ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د پاتې شپږ سوه طالب زندانیانو جرم له خوشې شویو څلور زره څلور سوه طالبانو سره توپیر لري او جرمونه یې درانده دي

د افغانستان د سولې کور د مشرتابه غړې نګینه یاري وایي، چې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر ځنډول د سولې لپاره رامنخته شوی فرصت پر اوبو لاهو کولی شي.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت په ډاګه کړې، چې حکومت د اساسي قانون او نړیوالو اصولو له مخې طالب زندانیان له زندانه خوشې کړي او دا چاره یې روانه ساتلې ده.

Trending

Exit mobile version