Connect with us

تازه خبرونه

د افغان حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه ندي – مولوي متقي

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې؛ په دوحه کې د امریکا، اروپایي ټولنې او د اسلامي امارت د استازیو تر منځ په ګډه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ مولوي متقي په دې ناسته کې د هېواد پر اوسنۍ وضعیت، له نورو هېوادونو سره اړیکو، روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د نیمګړیو اقتصادي پروژو پیل او روانو بندیزونو بحث او خبرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندوړنو له مخې؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په ډاګه کړې؛ د افغانستان د حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه ندي او نور هېوادونه هم په امنیتي، اقتصادي او بشري برخو کې اغېزمنوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د فشار نسخې کار ندی ورکړی؛ راځئ د ښه تعامل او همکارۍ پر نسخه ګډ کار وکړو.

مولوي متقي په ډاګه کړې؛ زمونږ لومړیتوب په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تېرو میاشتو د معاشاتو اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژو بیا پیلول دي. پدې اړه له نړیوالو غوښتنه کوو، چې روان بندیزونه پای ته ورسوي؛ بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي، چې خیریه بنسټونه او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي.

د امریکا، اروپایي ټولنې، اسلامي امارت او نورو غربي هېوادونو د ګډې غونډۍ ګډونوالو په ډاګه کړې؛ مونږ هم پدې باور یو، چې د افغانستان بی ثباتي د چا په ګټه نده. البته مونږ ځینې اندېښنې لرو، چې تاسې پام ورواړوئ. دا کار به زمونږ او ستاسې پر اړیکو مثبت اغېر ولري.

د دغې ګډې ناستې ډېرو ګډونوالو ویلي؛ له افغانستان سره بشري مرستې یې زیاتې کړي او غواړي، چې د روان کال ترپایه یې افغانستان ته ورسوي او د مرستو چارې روانې وساتي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال طالبانو د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ واک ترلاسه کړ، چې ورسره سم واشنګټن له افغانستان سره دوه اړخیزې مرستې او اړیکې ودرولې؛ خو د سې شنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي؛ د طالبانو له استازیو سره د اروپایي ټولنې او امریکایي چارواکو په ګډون په کډه ناسته کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر ترسره کولو ګټورې خبرې شوې دي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!