تازه خبرونه
د افغان خبریالانو پر وړاندې ترسره شوی وحشت دې نړیواله محکمه وڅېړي – بې پولې خبریالان
د بې پولې خبریالانو ټولنې نن چارشنبه د غبرګولي ۱۲په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې رامنځته شوې کرکه، جنایت او وحشت دې وڅېړي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې د جرمونو نړیوالې محکمې ستر څارنوال فاټو بنسوډا ته په یوه لیک کې د خبریالانو په وړاندې د تېر یوه کال د جنایتونو د څېړنو غوښتنه کړې ده.
دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د بېلابېلو ولایتونو یوولس خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي، چې د ډېرو دې وژنو مسوول وسلوالې ډلې دي، چې طالبان یې په سر کې دي.
دې سازمان ویلي؛ وسلوالې ډلې، چې طالبان یې په سر کې دي د دې وژنو ډېرمسوولیت لري او له دوی سره پدې اړه کره او دقیق دلیلونه شته.
دا ټولنه وایي، چې په تېرو شل کلونو کې سل خبریالان د دندو پر مهال وژل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې د ایران – افغانستان د څانګې مسوول رضا معیني وایي: تېر کال په افغانستان کې د خبریالانو وژنه بې سارې وه؛ ځکه، نو نړیواله محکمه دنده لري، چې دغې دوسیې ته لاسرسی ومومي.
د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د بې پولې خبریالانو د ټولنې دا ګام ستایي؛ خو وایي، چې مخکې هم د رسنیو ټولنې له نړیوالې محکمې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي: د بې پولې خبریالانو دا هڅه د ستایلو ده؛ خو له دې مخکې هم د رسنیو ملاتړ ادارو ورته اندېښنې په ډاګه کړي، چې تر دې دمه بې پایلې پاتې دي.
خبریال عبدالحنان محمدي وایي، چې حکومت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په څېړنو کې پاتې راغلی او اړتیا ده، چې دا موارد د نړیوالو بنسټونو لخوا وڅېړل شي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې مسوولین وایي، چې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا سل خبریالان په افغانستان کې د دندې پر مهال وژل شوي، چې ۱۶ په کې بهرنيان دي.