تازه خبرونه

د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون راستنېدونکیو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۱)

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د شنبې پر ورځ (د غويي ۲۱ ) د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه کمیسیون طرحه اعلان کړه او له اړوند څېرو یې وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه او له بشپړ امنیت څخه برخمن شي.

د یاد کمیسیون طرحه پېنځلس مادې لري، چې تر ټولو لویه یې هېواد ته د ستنېدونکیو شخصیتونو د مال او سر خونديتوب دي.

د کانونو چارو وزارت چارسمبالي او د یاد کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ویلي: دا د اسلامي امارت دنده ده، چې د دوی د عزت، سر او مال ساتنه وکړي او د هغوی مشروع او هېوادنيو غوښتنو ته به زمینه برابروي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ویلي دا د خبرو کمیسیون نه دی؛ هر څوک، چې افغانستان ته راستنیږي خپل کور یې دی او د آسانتیاوو زمینه به ورته د حکومت لخوا برابره شي.

شهاب الدین دلاور زیاته کړې، چې د ډېرو هېوادونو لکه ترکیې، ایران او تاجکستان ګڼو افغان شخصیتونو د دوی د راستنېدو لپاره له کمیسیون سره اړیکې نیولي دي.

دلارو دا هم ویلي، چې له پخواني ولسمشر اشرف غني سره خبرو ته هم اړتیا نشته.

شهاب الدین ویلي: له اشرف غني یا بل چا سره خبرې اترې ندي شوي او خبرو ته اړتیا نشته.

امنیت شته، ملي حاکمیت ټینګ شوی او بین الافغاني سوله ده او بس نظام باید پیاوړی شي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي وايي، د کمیسیون جوړېدل د هېواد دننه او بهر د ټولو لپاره غوره مرجع او مرکز دی.

د اسلامي امارت دې چارواکي ویلي؛ د کرزي د سفر د محدودیت په اړه بې خبري وښوده؛ خو څرګندوي؛ د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر داکټر عبدالله عبدالله، چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي هم هېواد ته راستون شي.

په غونډه کې دا هم ویل شوي، چې په راتلونکې کې به یوه غونډه جوړه شي، چې ټول افغانان به په کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version