تازه خبرونه
د افغان نجونو د زدهکړې موضوع په مختلفو کچو کې بحث ته اړتیا لري – یوناما
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلامآباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې زدهکړې ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي ننګونه یوه څو اړخیزه مسله ده او پدې اړه په بېلابېلو کچو کې بحث ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلامآباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل، چې د افغان نجونو له زدهکړې ملاتړ وکړي.
د یوناما مشرې په اسلامي ټولنو کې د ښځو د زدهکړې په اړه د اسلامآباد په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان ښځو ننګونو ته رسیدنه څو اړخیزو هڅو او خبرو اترو ته اړتیا لري.
روزا اوتونبایوا وایي: “زه په رښتیا له ټولو هغو وزیرانو او استازو څخه غواړم، چې له ټولې نړۍ څخه راغلي دي او د افغان نجونو لپاره بورسونه ورکړي، آنلاین زدهکړې او د هغوی لپاره بېلابېل ډوله زده کړې چمتو کړي. دا د نن ورځې دنده ده. تاسې پوهیږئ، چې د افغان نجونو زدهکړې ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کول یوه یو اړخیزه مسله نده؛ هڅې او بحثونه باید په ټولو کچو کې ترسره شي. “
دا دوه ورځنۍ غونډه، چې سرلیک یې په اسلامي ټولنو کې د ښځو تعلیم دی؛ په اسلامآباد ګې د یوې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې نجونې له زدهکړې څخه منع کول د ښځو پر وړاندې یو ټولنیز تعصب دی او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل، چې نجونو ته د زدهکړې لپاره مساوي فرصتونه برابر کړي.
د اسلام آباد د ناستې په اعلامیه کې راغلي: ” نجونې د زدهکړې له حق څخه محرومول د مذهبي اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. د نجونو زدهکړه نه یوازې یوه مذهبي دنده ده، بلکې یوه بېړنۍ ټولنیزه اړتیا هم ده. مونږ باید د نجونو د زدهکړې د حق د ساتنې لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړو؛ ځکه، چې لوستې ښځې مرکزي رول لوبوي.