Connect with us

تازه خبرونه

د افغان نجونو د زده‌کړې موضوع په مختلفو کچو کې بحث ته اړتیا لري – یوناما

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلام‌آباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې زده‌کړې ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي ننګونه یوه څو اړخیزه مسله ده او پدې اړه په بېلابېلو کچو کې بحث ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلام‌آباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل، چې د افغان نجونو له زده‌کړې ملاتړ وکړي.

د یوناما مشرې په اسلامي ټولنو کې د ښځو د زده‌کړې په اړه د اسلام‌آباد په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان ښځو ننګونو ته رسیدنه څو اړخیزو هڅو او خبرو اترو ته اړتیا لري.

روزا اوتونبایوا وایي: “زه په رښتیا له ټولو هغو وزیرانو او استازو څخه غواړم، چې له ټولې نړۍ څخه راغلي دي او د افغان نجونو لپاره بورسونه ورکړي، آنلاین زده‌کړې او د هغوی لپاره بېلابېل ډوله زده کړې چمتو کړي. دا د نن ورځې دنده ده. تاسې پوهیږئ، چې د افغان نجونو زده‌کړې ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کول یوه یو اړخیزه مسله نده؛ هڅې او بحثونه باید په ټولو کچو کې ترسره شي. “

دا دوه ورځنۍ غونډه، چې سرلیک یې په اسلامي ټولنو کې د ښځو تعلیم دی؛ په اسلام‌آباد ګې د یوې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده.

 په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې نجونې له زده‌کړې څخه منع کول د ښځو پر وړاندې یو ټولنیز تعصب دی او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل، چې نجونو ته د زده‌کړې لپاره مساوي فرصتونه برابر کړي.

د اسلام آباد د ناستې په اعلامیه کې راغلي: ” نجونې د زده‌کړې له حق څخه محرومول د مذهبي اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. د نجونو زده‌کړه نه یوازې یوه مذهبي دنده ده، بلکې یوه بېړنۍ ټولنیزه اړتیا هم ده. مونږ باید د نجونو د زده‌کړې د حق د ساتنې لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړو؛ ځکه، چې لوستې ښځې مرکزي رول لوبوي.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!