لوبی
علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوهیم مقام خپل کړ
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینهوو په فزیکي لوبو کې دوهیم مقام خپل کړ.
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوهیم مقام هم خپل کړی دی.
د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاسویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۲-۰ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځهویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته ۲-۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نهشو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمهځای ته ولاړې.
د دوهیمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.
وروسته علیرضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوهیم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوهیم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۱- ۰ ماتې ورکړه
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په څلیریشتمه لوبه کې عمر ځواک هرات لوبډلې طوفان هرات ته ۱- ۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو لپاره ګڼې هڅې وکړې، خو رامنځته شوي فرصتونه پر ګول بدل نهشول.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې شاداب ملکزاده د لوبې پر شپږاتباومه دقیقه کې پر یوه ښکلي ګوزار د عمر ځواک هرات لپاره لومړی او یوازنی ګول وواهه.
په دې لوبه کې طوفان هرات اته فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. عمر ځواک هرات شپږ فاولونه وکړل، یو ژېړ او یو سور کارت یې هم ترلاسه کړ.
طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د سپټمبر پر نههویشتمه له عینو مېنه کندهار سره ولوبېږي او عمر ځواک هرات به د سپټمبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
افغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان ابدالیان کرکټ لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د جاپان کوربه لوبډلې ته د ۴۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د جاپان لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې د ۱۹.۳آورونو پر ۸۱ منډو وسوځېده او ونهتوانېده، چې ټاکلی هدف پوره کړي.
د افغانستان لهخوا عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.
د لوبو بڼه
د نرینهوو کرکټ په سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او لوبې د شلآوریزو سیالیو پر بڼه ترسره کیږي.
افغانستان، جاپان او نیپال په A ګروپ کې دي. په داسې حال کې، چې هانګکانګ، چین، مالیزیا او عمان په B ګروپ کې لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې ډلې له نورو لوبډلو سره یوه لوبه کوي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې د پایلوبو پړاو ته وځي او هلته له هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا سره یوځای کیږي؛ دغو څلور لوبډلو ته د پایلوبو پړاو ته مستقیمه لار ورکړ شوې ده.
د اتمپړاو پایلوبې سیالۍ د سپټمبر پر اتهویشتمه او نههویشتمه، نیمهپایلوبې د اوکټوبر پر لومړۍ او د برونزو او سرو زرو مډالونو سیالۍ د اوکټوبر پر درېیمه ترسره کیږي.
ټولې د نرینهوو د کرکټ لوبې د جاپان د آیچي ولایت په نیشین ښار کې د کورګي سپورټس پارک په لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغانستان دغو لوبو ته د تېرو آسیایي لوبو د سپینو زرو مډال ګټونکي په توګه تللی دی. په تېرو لوبو کې هند د سرو زرو او بنګلهدېش د برونزو مډال ګټلی و.
د افغانستان لوبډلمشري دروېش رسولي کوي او په لوبډله کې د کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لوبې کوي.
افغانستان به هڅه وکړي، چې د پنجشنبې ورځې له بریا وروسته د جمعې پر ورځ له نیپال سره هم بریا خپله کړي او د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته لار ومومي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
-
نړۍ3 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
