ساینس او ​​ټیکنالوژي

د افغان نجونو روباټیک ډلې په نړیوالو سیالیو کې دوه یم ځای خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان د نجونو روباټیک ډلې د بدلون د نړیوالو سیالیو په ۸۸ هېوادونو کې دوه یم ځای خپل کړ.

دغه انلاین سیالۍ د اروپايي، امريکايي او آسيايي هېوادونو ترمنځ دوه مياشتې مخکې پيل شوې وې.

د افغانستان روباټیک ډلمشرې صمیه فاروقي ویلي، چې دوی د یوه هوښیار ترافیکي سیسټم پر جوړولو او په دې انلاین نړیوالو سیالیو کې یې نندارې ته پر وړاندې کولو دغه مقام ترلاسه کړی دی.

د فاروقي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د ترافيکو يو هوښيار سيسټم د ترافيکي ګڼې ګوڼې پر مديريت سربېره په هوښيارۍ سرعت او ترافيکي سرغړونې ثبت او مرکزي سيسټم ته لېږدوي.

هغې زیاته کړې، چې دوى په افغانستان کې د ترافيکي ستونزو له کبله داسې دغه طرحه پلې کړه.

د یادونې ده، چې د دغو نجونو دغه بریا دننه په هېواد کې هم د بېلابېلو هېوادوالو له لوري ستایل شوې ده.

Trending

Exit mobile version