سیمه ییز خبرونه
د افغان پوليسو پر تشكيل او تجهيز دې له سره غور وشي
د كورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، چې:
رامنځته شويو گواښونو او امنيتي ستونزو ته په كتو بايد نړيواله ټولنه د افغان پوليسو پر تشكيل او تجهيز له سره غور وكړي.
د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ وايي، چې:
د پوليسو اوسنى تشكيل د پولو د بشپړ امنيت په ټينگښت كې نيمگړى دى او د وسلو او تجهيزاتو د لږوالي له كبله زياتره ولسوالۍ او لويې لارې د وسلوالو مخالفينو له گواښونو سره مخامخ دي.
په افغانستان كې د ناټو قوماندان او د اروپايي ټولنې د پوليسو رييس وايي، چې له افغان ځواكونو سره اوږد مهالو مرستو ته تيار يو او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به هم په افغانستان كې پاتې شو.
له دوه زره څوارلسم كال وروسته كله، چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړه سر له اوسه له خلكو سره اندېښنې پيدا شوې دي.
د كورنيو چارو وزير مجتبي پتنگ كه څه هم په دې ډاډه دى، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې امنيت بحراني نه شي؛ خو اوسنيو امنيتي گواښونو او په سرحدونو كې امنيتي تشو ته په كتو له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغان پوليسو پر څومره والي او څرنگوالي له سره غور وكړي.
د هغه په وينا، له گاونډ هېوادونو سره د افغانستان يو زرو پېنځه سوه كيلو متره پوله د پوليسو له څار څخه بې برخې ده او وسلوال مخالفين له دې تشې گټه اخلي او آزاد له وېرې پرته تگ او راتگ كوي.
د نومو ړي په باور، په افغانستان كې استخباراتي جگړه توده شوې او له دې جگړې سره د كلكې مبارزې لپاره په كار ده، چې نړيواله ټولنه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت نوې لس كلنې ستراتيژۍ ته پام له دوى سره همكاري وكړي.
په افغانستان كې د ناتو عمومي قوماندان جنرال دانفورد وايي:
زه د افغانستان راتلونكي ته هيله من يم او ملاتړ مو له تاسو سره دوام لري. موږ د افغانستان د سولي او امنيت لپاره ژمن يو او په اوږد مهال كه به له تاسو سره يو ځاى وو.
په كابل كي د اروپايي ټولني د پوليسو مشر كارل اگر وايي:
كه څه هم زموږ ژمنه د ۲۰۱۴ م كال تر دسمبر پوري ده، خو موږ به له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كي پاتې شو. په اروپايي ټولنه كي پر دي بحث روان دى، چي موږ څه ډول خپل ملاتړ ته دوام وركړو.
د ليزبن د پرېكړې له مخې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږ درې پړاوونه بشپړ شوي او څلورم او پېنځم پړاو دوام لري، چې تر دوه زره څوارلسم كاله به بشپړ شي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه1 day ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
سوداگري1 day ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
نړۍ13 hours ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه12 hours ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ