سیمه ییز خبرونه

د افغان ځواكونو په اړه د امريكا د كانگرس نوى رپوټ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اداري فساد، په نړېوالو سرتېرو د افغان ځواكونو بريدونه او د افغان ځواكونو كمزورتيا هغه مهم ټكي دي، چې په دغه رپوټ كې ورته نغوته شوې ده. رپوټ وايي، چې افغان دولت به له ۲۰۱۴ م كال وروسته د خپلو ځواكونو د ساتنې توان ونه لري.

د امريكا د كانگرس نوى رپوټ، چې د افغانستان امنيتي وضع يې څېړلې په بهرنيو سرتېرو د افغان ځواكونو بريدونه له شرمه ډك بللي دي.

د دغه رپوټ له مخې د دغو بريدونو دوام نه يوازې د ناټو ځواكونو روحيه زيانمنوي، بلكې د افغان ځواكونو په روحيه هم اغېزه ښندي.

د امريكا د كانگرس نوې رپوټ وايي، چې په ۲۰۱۴ م كال كې د نړيوالو ځواكونو په وتلو سره ښايي د افغانستان حكومت د خپلو ځواكونو د ساتنې توان ونه لري، هغه نظر چې افغان چارواكي يې ردوي.

په دې رپوټ كې دغه راز په روان كال كې د افغانستان لپاره د امريكا مرستو ته هم اشاره شوې، خو وېل شوي چې د اداري فساد موجوديت، د عدلي او قضايي بنسټونو ناتواني او له بشري حقونو څخه دوامداره سرغړونه د دغه مرستو اغېز ننگولى دى.

په همدې وخت كې سياسي كارپوه سرور جوادي په افغان امنيتي ځواكونو كې د انگېزې نشتوالى، د تجهيزاتو كموالى او په دولت كې د سياسي ارادې نشتوالى اساسي ستونزې گڼي.

نوموړى زياتوي كه په دې برخو كې تر ۲۰۱۴ م كال پورې لازم كاروشي ټولې اندېښنې به له منځه لاړې شي.

په دې رپوټ كې له طالبانو سره د افغانستان حكومت د سولې د بې پاېلې خبرو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

رپوټ د افغانستان په سرحدي سيمو د پاكستان د توغنديزو بريدونو او وسله والو طالبانو تگ راتگ ته هم نغوته كړې ده.

Trending

Exit mobile version