تازه خبرونه
د افغان ښځو او ماشومانو حقونه د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په اجندا کې راغلل
ملګرو ملتونو د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو موضوع د دغه سازمان د عمومي ناستې په اجندا کې ونیوله، چې ټاکل شوې نن سې شنبه ( د وږي ۲۸ / د سپتمبر ۱۹ ) په نیویارک کې پیل شي.
اسوشیتید پریس د دوشنبې پر ورځ د دغې لیکنې د خپرولو ترڅنګ یادونه کړې، چې افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې د نجونو او ښځو پر تعلیم یې محدودیتونه لګولي دي.
په دې بندیز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي راغلي دي؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د شریعت په چوکاټ کې د تعلیم په ګډون د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې له یو میلیون ډېرې نجونې له دې بندیزه اغېزمنې شوې او داسې اټکل هم شته، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې پېنځه میلیون نجونې د اسانتیاوو د نشتوالي او نورو دلایلو له کبله له زدهکړو بې برخې وې.
د اسوشیتد پرس د څرګندونو له مخې؛ د نجونو پر زدهکړو بندیز د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر ټولو ستر خنډ دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې پر ښوونې او روزنې د بندیزونو یو څرګند اغېز د زدهکړو د لیوالو څانګوالو او روغتیاپالانو د روزنې نهشتوالی دی.
روزا اوتونبایوا اسوشیتید پرس ته په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: که راتلونکې او روانې سناریو ته وګورو، چې هیڅ بدلون په کې نه راځي؛ ښځینه داکترانې، قابله ګانې، نسایي څانګوالې یا نرسان به له کوم ځای څخه راځي؟ د جنسیت له پلوه په بشپړه توګه په بېله شوې ټولنه کې افغان ښځې څنګه کولی شي، چې تر ټولو بنسټیز روغتیايي خدمتونه تر لاسه کړي. په داسې حال کې، چې د درملنې لپاره ښځینه څانګواله نهوي.
ویل کیږي، چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې مخکې د ( اسلامي امارت ) بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره هم کتلي دي.