تازه خبرونه

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو شئ – م.م

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې پر ویاړ ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ښځو پر وړاندې په ځانګړې توګه افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته ورسولو لپاره پرېکنده هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن (پنجشنبه، د لیندۍ ۴) د یوې اعلامیې له خپرولو سره څرګنده کړې، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر وړاندې یو جدي ګواښ، پایداره پرمختګ او سولې ته د رسېدو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

په یاده اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د نړۍ له هرو درې ښځو څخه یوه له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ ده؛ خو په افغانستان کې، د یوناما د څرګندونو له مخې، دا شمېر د اندېښنې وړ لوړ دی؛ یعنې په هرو لس میرمنو کې نهه یې د خپل ژونداتنه په اوږدو کې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

یوناما څرګندوي؛ د کرونا ویروس له خپرېدو او بشري ناورین سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، چې “نه لیدوونکې ناروغۍ” هم نومول شوې؛ ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د هغوی د حقونو او ازادۍ د محدودیت له کبله ډېرې شوې دي.

د دغه سازمان د څرګندونو له مخې؛ د تاوتریخوالي قربانیانې ښځې هم خدماتو ته لږ لاسرسی لري.

په څرګندونه کې راغلي؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې نړۍ باید له دې “نه لیدونکې ناروغۍ” سره د مبارزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

هغې زیاته کړې: د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، مونږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو. مونږ باید هغه چلند بدل کړو، چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولی. همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو، چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي.

دیبرا لاینز ټینګار وکړ، چې نړۍ باید د افغان میرمنو او نجونو غږونو او تجربو ته غوږ ونیسي او د دوی اړتیاوو ته بېړني ځواب ومومي. په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي قربانیانو او د هغه کسانو اړتیاوو ته، چې له بېلابېلو تبعیضونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې الیسون ډیویډیان هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، چې پخوا د اندېښنې وړ و؛ د اقتصادي کړکېچ او د کرونا د خپرېدو له کبله ډېر شوی دی.

هغې ټینګار کړی، چې د دغو ښځو لپاره خدمات هم د “پر نښه کولو” له وېرې ځنډول شوي دي.

دغه راز زیاته شوې؛ دهغو ښځو لپاره، چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، ژوند ژغورونکي خدمتونه له دې وېرې بند شوي، چې برید پرې ونشي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د قربانیانو ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین نن پیل شو او د ډسمبر تر ۱۰مې د بشري حقونو تر ورځې پورې به دوام وکړي.

په دې کمپاین کې هڅه کیږي، چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع وکړي؛ د خدماتو چمتو کوونکیو او د ښځو حقونو له ټولنو سره د مستقیم ملاتړ له لارې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو له منځه وړلو لپاره کار وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د واک د بیا خپلولو راپدیخوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو هڅه کړې ده او د محدودیتونو لګول یې روان ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version