Connect with us

تازه خبرونه

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو شئ – م.م

خپور شوی

د

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې پر ویاړ ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ښځو پر وړاندې په ځانګړې توګه افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته ورسولو لپاره پرېکنده هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن (پنجشنبه، د لیندۍ ۴) د یوې اعلامیې له خپرولو سره څرګنده کړې، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر وړاندې یو جدي ګواښ، پایداره پرمختګ او سولې ته د رسېدو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

په یاده اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د نړۍ له هرو درې ښځو څخه یوه له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ ده؛ خو په افغانستان کې، د یوناما د څرګندونو له مخې، دا شمېر د اندېښنې وړ لوړ دی؛ یعنې په هرو لس میرمنو کې نهه یې د خپل ژونداتنه په اوږدو کې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

یوناما څرګندوي؛ د کرونا ویروس له خپرېدو او بشري ناورین سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، چې “نه لیدوونکې ناروغۍ” هم نومول شوې؛ ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د هغوی د حقونو او ازادۍ د محدودیت له کبله ډېرې شوې دي.

د دغه سازمان د څرګندونو له مخې؛ د تاوتریخوالي قربانیانې ښځې هم خدماتو ته لږ لاسرسی لري.

په څرګندونه کې راغلي؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې نړۍ باید له دې “نه لیدونکې ناروغۍ” سره د مبارزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

هغې زیاته کړې: د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، مونږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو. مونږ باید هغه چلند بدل کړو، چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولی. همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو، چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي.

دیبرا لاینز ټینګار وکړ، چې نړۍ باید د افغان میرمنو او نجونو غږونو او تجربو ته غوږ ونیسي او د دوی اړتیاوو ته بېړني ځواب ومومي. په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي قربانیانو او د هغه کسانو اړتیاوو ته، چې له بېلابېلو تبعیضونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې الیسون ډیویډیان هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، چې پخوا د اندېښنې وړ و؛ د اقتصادي کړکېچ او د کرونا د خپرېدو له کبله ډېر شوی دی.

هغې ټینګار کړی، چې د دغو ښځو لپاره خدمات هم د “پر نښه کولو” له وېرې ځنډول شوي دي.

دغه راز زیاته شوې؛ دهغو ښځو لپاره، چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، ژوند ژغورونکي خدمتونه له دې وېرې بند شوي، چې برید پرې ونشي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د قربانیانو ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین نن پیل شو او د ډسمبر تر ۱۰مې د بشري حقونو تر ورځې پورې به دوام وکړي.

په دې کمپاین کې هڅه کیږي، چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع وکړي؛ د خدماتو چمتو کوونکیو او د ښځو حقونو له ټولنو سره د مستقیم ملاتړ له لارې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو له منځه وړلو لپاره کار وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د واک د بیا خپلولو راپدیخوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو هڅه کړې ده او د محدودیتونو لګول یې روان ساتلي دي.

تازه خبرونه

په ترکیه کې میشتو افغان کډوالو د استوګنې او کونسلي ستونزو د حل غوښتنه وکړه

دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیع‌الله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.

Published

on

 

د ترکیې په انقره کې د میشتو افغان کډوالو یو شمېر استازو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت له لوري له لېږل شوي پلاوي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې دي.

دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیع‌الله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.

بنوري ویلي، چې د دې پلاوي د لېږلو موخه د کډوالو د ستونزو له نږدې څېړل او د هغوی شکایتونه د افغانستان او ترکیې مسوولو چارواکو ته رسول دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه پلاوی د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې او په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ ګومارل شوی دی.

د افغان کډوالو استازو په دې غونډه کې د استوګنې کارتونو د تمدید د لوړ لګښت، د ناروغو کډوالو لپاره د ویزو نه صادرېدو، په کمپونو کې د ستونزو، د استوګنې د اسنادو لرونکو افغانانو د نیول کېدو، د مدني او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو د ستونزو او د هوايي شرکتونو له لوري د تګ راتګ د ټکټونو د لوړو بیو پر ګډون خپلې ستونزې وړاندې کړې.

دغه راز هغو په ترکیه کې د افغانستان د کډوالو اتشې دفتر د فعالېدا غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د ستونزو او غوښتنو د څېړلو بهیر آسانه شي.

دغه راز په ترکیه کې د بهرنیو چارو وزارت استازي صنیع‌الله فرهمند ویلي، چې د افغانستان سفارت هڅه کوي د خپل توان پر کچه د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بنوري هم ډاډ ورکړی، چې ټولې مطرح شوې ستونزې ثبت شوې دي او د څارنې او حل لپاره به یې په افغانستان او ترکیه کې اړوند چارواکو ته وړاندې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو ریاست د کډوالو په چارو کې مرستیال محمد صابر عمر د مدني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي او د دغې موضوع د څېړلو لپاره یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ترکمن استازي د هرات ګازنل‌لیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.

Published

on

 

د افغان ګاز دولتي شرکت اجرائیوي رییس اخترمحمد منصور ترکمنستان ته د سفر او د دغه هېواد د تېلو او ګاز په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال، د ترکمن‌ګاز شرکت او ټاپي پروژې له چارواکو سره د هرات ګازنل‌لیکې او د ګازو وېش پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.

د راپور له مخې، د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د ګاز اېستلو، لېږد او وېش په بهیر کې د نوې ټکنالوژۍ کارول د دې شرکت له لومړیتوبونو ګڼلي دي.

د پانګونې د راجلبولو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار:

په دې سفر کې د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د یو شمېر معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره هم لیدلي او د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د پوهې او تخصصي تجربو پر تبادله او د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان د ګاز په برخه کې د پانګونې د راجلبولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د څرګندونو له مخې، دغو لیدنو له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو پېژندلو او د افغانستان د ګازو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو ورپېژندلو زمینه برابره کړې ده.

د ټاپي ګازنل‌لیکه، چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي؛ په سیمه کې د انرژۍ د همکاریو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي. د ګازو د لېږد او وېش د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا کولی شي د انرژۍ په برابرولو او د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

 د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي

بلخي له سي‌ان‌ان خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د ۲۰۲۲ز.کال له پیل څخه تر اوسه د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړي «شهیدان » شوي او یا ټپیان دي.

بلخي له سي‌ان‌ان خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغه په کابل کې د «امید» نومي د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي برید ته نغوته کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند سي‌ان‌ان ته ویلي:« پاکستان باید د بې‌بنسټه ادعاوو د مطرح کولو پر ځای خپلې امنیتي ستونزې له خپلو خلکو سره د مسوولانه تعامل او له افغانستان سره د رښتینې ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.»

د بلخي څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!