Connect with us

تازه خبرونه

د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلونکی کال پرانستل شي

خپور شوی

د

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، راتلونکي کال به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هغه هېوادوالو او خویندو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کال کې به ټول ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.

هغه زیاته کړې؛ ټول زدکړې وکړئ او پخپله پوهه د اغراضو مخه ونیسئ.

د ا.ا.ا ویاند نن پنجشنبه د اهل تشیع د یوه مشر ډاکتر جعفر مهدوی په مشرۍ ( ملي وحدت د اسلامي عدالت په رڼا کې ) تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې: په افغانستان کې علما او خلک پوهیږي، چې ټولو د ستونزو د حل لپاره مټې رانغاړلي او مونږ بریالي شوو، چې له سترو بدبختیو ځانونه وژغورو او نوي پرمختګونه پیل او د سوکالۍ لپاره د حل لار ولټوو.

هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د دسیسو جوړولو مخه نیولې او د خپلسریو مخ باید په ګډه ونیسو؛ خپل ملي وحدت خوندي کړو.

هغه وایي؛ اسلام اختلافاتو ته اجازه نه ورکوي او قومي تفاوتونه مو ولسي ښایست دی او ټول سره وروڼه یوو او په دې هېواد کې د ژوندانه حق لرو.

نوموړی وایي، چې مونږ کابل ښار ته له برنامی پرته رادننه شوو او د الله شکر دی، چې عمومي بښنه پلې شوه او خپل ځواکونه مو کنټرول کړل.

مجاهد دا هم وویل، چې زمونږ لومړنی کار به له ډاکټر مهدي سره د بامیان ولایت له سمڅو او مغارو د بامیانیانو راایسل او ښارګوټی ورته جوړول وي. مونږ ښه استعدادونه او وړتیاوې لرو او باید ترې ګډه ګټه پورته کړو.

هغه ويلي: زمونږ اقتصاد به په شپږ مياشتو کې وده پیل کړي.

ذبیح الله مجاهد دا ډاډ هم څرګند کړ، چې افغانستان له جګړې نوی راوتلی؛ مونږ په پام کې لرو، چې سترې پرمختیايي پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، میس او عینک او نورې پروژې پیل کړو.

ټولو ملي او نړیوالو پروژو ته به د پلیکېدو زمینه برابره شي.

د اهل تشیع دغې جوړې شوې غونډې ته ډاکټر جعفر مهدوي د اشرف غني پېر او دوره توره او نامشروع ونوموله او څرګندوي، چې غني په هېواد کې قومي نفاق ته لمن وهلې، د هېواد خرانه یې تشه کړې او بیا یې د تېښتې لار غوره وګڼله.

ډاکټر مهدوي په دې ناسته کې له اسلامي امارته د ملاتړ تر څنګ څرګنده کړه، چې په نوي کال کې به مونږ ان شالله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل لیدونکي او په دې سیاسي فرصت کې به د ګډو هڅو شاهدان وو.

ډاکټر مهدوي د اسلامي امارت یو لړ لاسته راوړنو ته په نغوته کې ویلي، چې د افغانستان په اسلامي امارت کې د هېواد ټول مجاهدین خپله ونډه لري او ډېر ژر به د ټول هېواد سیاسي او فرهنګي څېرې هم په دې حکومت کې ځانونه وګوري.

تازه خبرونه

له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

Published

on

 

« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.

د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا ورکړ شوی دی.

دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نه‌ده پرانیستې.

همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نه‌دی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نه‌دي

د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سین‌کیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط  هم یو خنډ ګڼل کیږي.

« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نه‌کړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نه‌شي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نه‌شي.

#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخان‌دهلېز #سوداګري #بدخشان

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل

دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویل‌لویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظ‌الصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.

همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بې‌ځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.

اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کم‌عمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا

ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.

Published

on

 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.

ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.

هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرله‌پسې پراخه شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.

دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووه‌ویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!