تازه خبرونه

د افغان کډوالو له ځورولو او نیولو دې ډډه وشي – خیرالله خیرخوا

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي د یکشنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي پر مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل او له دوی یې وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د تاوتریخوالي او زنداني کولو مخه دې ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني او  مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او د تورخم او چمن پر لارو د مسافرو د ستونزو پر حل بحث او خبرې وشوې.

خیرالله خیرخواه ټینګار څرګند کړی، چې افغانستان او پاکستان دوه داسې ګاونډ حکومتونه دي، چې د دین او هڅوب( فرهنګ) له پلوه له یو بل سره نږدې اړیکې لري.

سربېره پر دې خیرالله خیرخوا په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د کډوالو د ځورونې او زنداني کېدو مسله د ټینګار وړ وګرزوله او څرګندوي؛ دا باید ودرول شي او باید مخنیوی یې وشي؛ ځکه، چې دا د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه کوي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده او له ټولو هېواد سره د اړیکو سختول نه‌غواړي.

نوموړي دا هم ویلي، هره ستونزه باید د خبرو او مذاکرو له لارې حل شي او سیاسي مسایل باید د ترانزیت پر وړاندې خنډ نه‌شي.

د پاکستاني پلاوي مشر آصف دراني ژمنه کړې، چې دا موضوع به پوره وڅېړل شي او په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

دغه راز دراني زیاته کړې، چې پاکستان هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او غواړي افغان زده‌کړیالانو او محصلینو ته د تحصیلي بورسونو لړۍ بیا پیل کړي.

Trending

Exit mobile version