نړۍ

د الجزیرې ښځینه خبریاله د اسرائیلي پوځیانو په برید کې ووژل شوه

Published

on

د فلسطین د روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د الجزیرې ښځینه خبریاله شیرین ابو عاقله د لویدیځې غاړې پر یوه کمپ د اسرائیلي پوځیانو د برید د پوښښ پرمهال پر ډزو وژل شوې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، په دغه برید کې فلسطینی خبریال علي السمودي پر شا ټپي شوی دی.

له خپرو شویو انځورونو ښکاري، چې عاقله له لګېدو وروسته موټر ته پورته کیږي او له مرمۍ ضد واسکټ  واسکټه هم برخمنه ده.

د الجزیرې وژل شوی خبریاله شاوخوا ۵۰ کاله فلسطینی الاصله امریکايي عیسوۍ وه او له قطر الجزیرې سره له یو ځای کېدو مخکې یې په رسنیو کې کار کاوه. لکه له فلسطین غږ راډیو مونټي کارلو سره یې کار کاوه.

الجزیرې دغه جنایت غندلی، چې موخه یې د رسنیو فعالیت ګډوډول دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې په قصدي توګه د شیرین ابو عاقله پر نښه کولو او وژلو له اسرائیلي ځواکونو حساب وغواړي.

د اسرائیلو یوه پوځي چارواکي ای اېف پي ته ویلي، مونږ خبریالان نه وژنو او د دغې خبریالې د وژل کېدو په اړه مو پلټنې پیل کړې دي.

د دې پېښې په غبرګون کې د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير يایير لاپيد ويلي، چې د خبريالې د غمجن مرګ په اړه به له فلسطينيانو سره یوه ګډه څېړنه ترسره کړو.

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلي ځواکونو لخوا د الجزیرې د دې خبریالې وژل کېدل په کلکه غندلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ اسرائیل د بیان پر آزادۍ له برید سره غواړي، چې د فلسطین پر خلکو خپل ظلمونه له نړۍ پټ کړي.

Trending

Exit mobile version