لوبی

د المپیک نړیوالې کمیټې مشر له ناندریزې سوک‌وهونکې ایمان خلیفي ننګه وکړه

توماس باخ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ دوه سوک‌وهونکې لرو، چې ښځې زېږېدلي دي؛ د میرمنو غوندې لویې شوي، په پاسپورټونو کې يې ښځینه جنسیت ثبت شوی او له کلونو راپدېخوا يې د میرمنو په توګه هڅې او مبارزه کړې ده. دا د یوې ښځې د ښځیتوب څرګنده پېژندنه ده. هغه دا ټینګار هم کړی، چې پرته له شکه دوی ښځې دي.

Published

on

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر په یوه خبرپاڼه کې له الجزایري سوک‌وهونکې ایمان خلفي ننګه کړې او د دې هېواد اولمپیک کمیټې هم رسماً د المپیک نړیوالې کمیټې ته د ایمان خلیفي پر وړاندې د چلندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د الجزايري سوک‌وهونکې ايمان خليفي او د تايوان سوک‌وهونکې لين يو تينګ ته د ښځو د اولمپيک په سياليو کې د ګډون د اجازه ورکولو له کميټې د پرېکړې دفاع وکړه. هغه په دې اړه ویلي: مونږ به کلتوري جګړې ته، چې ځینې وختونه سیاسي انګېزې لري؛ ورنننوځو.

توماس باخ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ دوه سوک‌وهونکې لرو، چې ښځې زېږېدلي دي؛ د میرمنو غوندې لویې شوي، په پاسپورټونو کې يې ښځینه جنسیت ثبت شوی او له کلونو راپدېخوا يې د میرمنو په توګه هڅې او مبارزه کړې ده. دا د یوې ښځې د ښځیتوب څرګنده پېژندنه ده. هغه دا ټینګار هم کړی، چې پرته له شکه دوی ښځې دي.

باخ زیاته کړې: ځینې اوس غواړي، چې ښځه بل راز راوپېژني. زه یوازې دوی ته بلنه ورکولی شم، چې د ښځې په اړه د علم پر بنسټ یوه نوې پېژندنه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه؛ په دې اړه د المپیک نړیواله کمېټه چمتو ده، چې هر څه واوري.

دغه راز هغه خبرداری ورکړی، چې مونږ به په کلتوري جګړه کې ښکېل نه شو؛ ځکه ځینې وختونه یې انګېزه سیاسي دلایل وي.

هغه همدا راز ټینګار کړی: اجازه راکړئ ووایم، چې په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه له کرکې او سپکاوي ډک الفاظ کاریږي، چې په بشپړه توګه د منلو وړ ندي.

د اولمپیک لوبې د الجزایري ایمان خلیفي او د تایوان لین یو تینګ له جنسیتي ازموینې څخه د راپورته شوې ناندرې له کبله د سوک‌وهنې نړیوال فدراسیون (IAB) د پرېکړې له مخې د تېر کال نړیوال اتلولۍ څخه بې برخې شول او د ازموینو د پایلو جزئیات یې هم هیڅکله خپاره شوي ندي.

په اولمپیک کې سوک‌وهنه د سوک‌وهنې د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې نده. دا فډراسیون د مدیریت د ستونزو له کبله له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د المپیک نړیوالې کمیټې لخوا پر رسمیت نه پېژندل کیږي.

د یوې ایټالوي سوک‌وهونکې پر وړاندې د الجزایر سوک‌وهونکې وتوانیده، چې خپلې سیالې ته په ۴۶ ثانیو کې ماتې ورکړي او ایټالوي سوک‌وهونکې په داسې حال کې، چې رسۍ یې پر منګولو کلکه کړې وه لو روزونکیو پورته نیولې وه؛ اوښکې تویولې.

د هغې یو روزونکي محمد چاوا ویلي: دا سخته ده، هغې ډېرې ستونزې زغملي؛ د ماشوم په توګه او اوس د یوې اتلې په توګه په دې لوبو کې ډېر ځورېدلی ده.” انسانیت چېرته دی؟ د ښځو د حقونو ټولنې چېرته دي؟ هغه (خلیفي) قرباني ده.

د خليفي پلار عمار رويټرز خبري سرچینې ته ويلي، چې پخپلې لور وياړي او د الجزاير لپاره يې د مډال له ګټلو ملاتړ کړی دی.

د الجزایر المپیک کمیټې د المپیک نړیوالې کمیټې ته له خپلې ښځینه سوک‌وهونکې ایمان خلیفي سره د چلند په اړه رسمي شکایت کړی دی.

د ډیلي میل د راپور له مخې؛ د هنګري د سوک‌وهنې فډراسیون او د بلغاریا المپیک کمیټې هم د المپیک له نړیوالې کمیټې سره اړیکې نیولی او د ۲۰۲۴ ز. کال په لوبو کې یې د هغې د ګډون په اړه اعتراض کړی او د دغو دوه هېوادونو سوک‌وهونکیو د دې الجزایري سوک‌وهونکې په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

د خلیفي راتلونکې سیالې انا لوکا هاموري په ټولنیزو رسنیو کې د هغې په ​​اړه یو لړ له سپکاوي ډکې لیکنې پوسټ کړې او د الجزایر د المپیک او سپورټ کمیټه یې وهڅوله، چې د المپیک نړیوالې کمیټې ته رسمي اندېښنه وړاندې کړي.

د الجزایر د المپیک کمیټې په خبرپاڼه کې راغلي: د المپیک نړیوالې کمیټې له سرغړوونکیو څخه وروستۍ بښنه وغوښته او زمونږ د اتلې په اړه یې د هر راز لیکنو د لرې کولو امر وکړ. مونږ حق لرو، چې ټول هغه کسان محاکمه کړو، چې د ایمان خلیفي پر ضد په ناوړه کمپاین کې ښکېل دي.

 

اړوند خبرونه:

د ۲۰۲۴ اولمپيک لوبو د سرو زرو لومړی مډال د چين پر برخه شو

په پاریس المپیک کې فرانسوي لامبو‌وهونکي په ۲ ساعتونو کې ۲ د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

Trending

Exit mobile version