ساینس او ټیکنالوژي
د امازون ۷ هېوادونو د شنه چاپېریال ساتنې هڅې چټکې کړې
د امازون سیمه ییزو هېوادونو مشرانو د جمعې پر ورځ یوه ګډه ناسته همغږې کړې، چې د نړۍ د ترټولو لوی باراني ځنګل امازون ساتنې ته خپلې هڅې چټکې او پیاوړې کړي.
د کولمبیا ولسمشر ایوان ډوک د لیټیسیا تړون د درېیمې ناستې کوربه و، چې غواړي د یوې سیمه ییزې معاملې په اړه د اووه امازوني هېوادونو ترمنځ د سپوږمکۍ له لارې څارنه او همغږي رامنځته کړي.
ایوان ډوک په سویلي کولمبیا کې له لیټیسیا ځنګلي ښار څخه د وینا پر مهال ګډونوالو ته وویل، چې کولمبیا به تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې د ګازونو د خپرېدو کچه تر ۵۱ سلنې راټیټه کړي.
د آرام سمندر او چاپېریال لپاره د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر زیک گولډسمیت هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه او سکاټلینډ سږکال د سي او پي – ۲۶ نړیوالو خبرو اترو کوربه هم و.
په دې سرمشریزه کې د امریکا پراختیایي بانک مشر د شنه امازون مالي ملاتړ ته د شنه صندوق طرحه وړاندې کړه.
د حکومتي څرګندونو له مخې، د برازیل په امازون کې د ځنګلونو سوزېدنه ډېره شوې او د نړیوال اقلیمي بدلون پروړاندې یې د ژوندانه سنګر ویجاړ کړی دی.
شاوخوا ۶۰ سلنه ځنګل په برازیل کې پروت دی او دغه راز امازون د لږ تر لږه د یوه میلیون خلکو کور هم دی، چې د ۵۰۰ ډلو ټاټوبی نومول شوی دی.