تازه خبرونه
د امرالله صالح پر دفتر د دوه کاله مخکې برید یو تر سره کوونکی ونیول شو
د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د کابل د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر د دوه کاله مخکې برید یو تر سره کوونکی نیولی دی.
دې ادارې په ډاګه کړې، چې د حقاني شبکې غړي عبیدالله نومي د فاروق، بلال او ابراهیم په نومونو هڅې تر سره کړي او د کابل د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې نیول شوی دی.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ نیول شوي تورن غوښتل پر مدني هڅاندې سیلۍ غفار ځانمرګی برید ترسره کړي.
سرچینې ویلي؛ نیول شوی تورن کس په افغانستان کې د حقاني شبکې د چاودنو د مسوول مولوي نیک محمد پر سپارښتنه پر امرالله صالح برید تنظیم کړی و.
د یادې سرچینې په اعلامیه کې راغلي: هغه د روند سبزد یوه غړي په ملاتړ دغه سازمان ته ننوتلی و او په دې اړه یې مولوي نیک محمد ته هم خبر ورکړی و او بیا یې د یو شمېر نورو ځانمرګو بریدکوونکیو غړیتوب ته په نورو ولایتونو کې هم زمینه برابره کړې وه، چې د هڅو په پایله کې یې د روند سبز پر دفتر ځانمرګی برید تر سره شو.
دوه کاله وړاندې په کابل کې د امرالله صالح پر روند سبز دفتر وسلوال برید تر سره شو، چې په کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.