سیمه ییز خبرونه
د امريكا نړيوالي پراختيايي ادارې د عامې روغتیا په باب د سيګار رپوټ رد كړ
د امريكا نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان د عامې روغتيا په باب د سيګار رپوټ رد كړ. دغه اداره وايي، هغه پېسې، چې د امريكا له خوا د عامې روغتيا وزارت ته وركول كېږي په پوره پاملرنې سره لګول شوي دي.
د سيګار ادارې څېړنه ښكاره كوي، چې د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته د روغتيا د ګډو تړونونو د پرګرام له لارې د اټكل له مخې دوه سوه شپږ دېرش ميليونه ډالر وركړي دي، چې په دغو پيسو كې درې شپته ميليونه ډالر زيات وركړل شوي دي.
د افغانستان د بيا روغونې لپاره د امريكا د سرمفتش اداري يا سيګار په خپل وروستي رپوټ كې ويلي چې؛ په عامې روغتیا وزارت کې د امریکا د مرسته شوو پېسو د ضایع کېدو خطر شته.
دغې ادارې په خپل رپوټ كې د ( يو اس اى ډي) له خوا د نا سم حساب او د افغانستان په عامې روغتيا وزارت كې د فساد پر شتون اندېښنه ښودلې او له دغه وزارت سره يې د امريكا د مرستو د درولو غوښتنه يې كړې ده.
د امريكا نړيوالې پراختيايي ادارې يا ( يو اس اى ډي) د سيګار دغه رپوټ رد كړى دى.
په افغانستان كې د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې رئيس ويليم همينك وايي:
د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په ډېر دقت مرستي تر سره شوي او د دغو مرستو په لګولو كې د عامې روغتيا وزارت له كړنو رضايت لري.
نوموړي زیاته کړه، چې دا د خلكو لپاره ډېره مهمه ده. د دې لپاره د امريكا د پراختيا نړيواله اداره دغه رپوټ ردوي، بايد پوه شو، چې د سيګار څېړنو د دغو مرستو د ناسمو لګولو لپاره كره شواهد او اسناد نه دي وړاندې كړي.
په همدې حال د افغانستان لپاره د امريكا د مرستو د همغږي كولو اداري ويلي، چې د سيګار په رپوټ به له سره كتنه وكړي.
د افغانستان لپاره د امريكا د مرستو همغږي كونكي اداري مشر کیم یماشیتا وایی:
دا ډېره مهمه ده، چې مونږ د سیګار د راپور سپارښتنې په پام کې ونیسو، د سیګار په ګډون د امریکا ټولې ادارې هغې پالیسۍ ته ژمنې دي، چې له مخې یې امریکا غواړي د افغانستان ملاتړ وکړي. دا هغه پالیسۍ دي، چې له مخې یې امریکا غواړي په راتلونکو ډېرو کلونو کې د افغانستان ملګرتیا وکړي، دې کې هېڅ د پوښتنې ځای نشته، زمونږ د ارزیابۍ ادارې د سیګار په ګډون د دې پالیسیو ملاتړ کوي.”
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم د سيګار رپوټ رد كړى او ويلي دي، چې د افغانستان د بيا روغونې لپاره د امريكا د سرمفتش ادارې ته د رپوټ وركولو لپاره چمتو دي.