سیمه ییز خبرونه
د امريكا نړيوالي پراختيايي ادارې د عامې روغتیا په باب د سيګار رپوټ رد كړ
د امريكا نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان د عامې روغتيا په باب د سيګار رپوټ رد كړ. دغه اداره وايي، هغه پېسې، چې د امريكا له خوا د عامې روغتيا وزارت ته وركول كېږي په پوره پاملرنې سره لګول شوي دي.
د سيګار ادارې څېړنه ښكاره كوي، چې د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته د روغتيا د ګډو تړونونو د پرګرام له لارې د اټكل له مخې دوه سوه شپږ دېرش ميليونه ډالر وركړي دي، چې په دغو پيسو كې درې شپته ميليونه ډالر زيات وركړل شوي دي.
د افغانستان د بيا روغونې لپاره د امريكا د سرمفتش اداري يا سيګار په خپل وروستي رپوټ كې ويلي چې؛ په عامې روغتیا وزارت کې د امریکا د مرسته شوو پېسو د ضایع کېدو خطر شته.
دغې ادارې په خپل رپوټ كې د ( يو اس اى ډي) له خوا د نا سم حساب او د افغانستان په عامې روغتيا وزارت كې د فساد پر شتون اندېښنه ښودلې او له دغه وزارت سره يې د امريكا د مرستو د درولو غوښتنه يې كړې ده.
د امريكا نړيوالې پراختيايي ادارې يا ( يو اس اى ډي) د سيګار دغه رپوټ رد كړى دى.
په افغانستان كې د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې رئيس ويليم همينك وايي:
د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په ډېر دقت مرستي تر سره شوي او د دغو مرستو په لګولو كې د عامې روغتيا وزارت له كړنو رضايت لري.
نوموړي زیاته کړه، چې دا د خلكو لپاره ډېره مهمه ده. د دې لپاره د امريكا د پراختيا نړيواله اداره دغه رپوټ ردوي، بايد پوه شو، چې د سيګار څېړنو د دغو مرستو د ناسمو لګولو لپاره كره شواهد او اسناد نه دي وړاندې كړي.
په همدې حال د افغانستان لپاره د امريكا د مرستو د همغږي كولو اداري ويلي، چې د سيګار په رپوټ به له سره كتنه وكړي.
د افغانستان لپاره د امريكا د مرستو همغږي كونكي اداري مشر کیم یماشیتا وایی:
دا ډېره مهمه ده، چې مونږ د سیګار د راپور سپارښتنې په پام کې ونیسو، د سیګار په ګډون د امریکا ټولې ادارې هغې پالیسۍ ته ژمنې دي، چې له مخې یې امریکا غواړي د افغانستان ملاتړ وکړي. دا هغه پالیسۍ دي، چې له مخې یې امریکا غواړي په راتلونکو ډېرو کلونو کې د افغانستان ملګرتیا وکړي، دې کې هېڅ د پوښتنې ځای نشته، زمونږ د ارزیابۍ ادارې د سیګار په ګډون د دې پالیسیو ملاتړ کوي.”
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم د سيګار رپوټ رد كړى او ويلي دي، چې د افغانستان د بيا روغونې لپاره د امريكا د سرمفتش ادارې ته د رپوټ وركولو لپاره چمتو دي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2020/09/ATNNewsNewLogo2020.png)
سیمه ییز خبرونه
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Kuwait-building-fire.jpg)
د کویت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۹ بهرني کارکوونکي مړه شوي دي.
د لومړنیو موندنو له مخې؛ دا پېښه د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي درویشتمه) د منکاف سیمې په دوه ودانیو کې د اور لګیدنې له کبله رامنځته شوې ده .
تر اوسه د اور لګېدنې د قربانیانو د هویت په اړه څه ویل شوي ندي.
رویټرز خبري سرچینې په کویت کې د هند سفارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په پېښه کې ۳۰ هندي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په کویت کې د هند سفارت ویلي، چې د ۴۷ کارکوونکیو درملنه په روغتونونو کې شوې ده.
له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.
د کویت د لومړي وزیر مرستیال یوسف سعود الصباح د دې ودانۍ مالک له وانیزو پاملرنو څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د کویت د کورنیو چارو وزیر شیخ فهد الیوسف الصباح د دغې پېښې مرګ ژوبله تایید کړې او د پېښې له ځای څخه یې د لیدنې پر مهال د ودانۍ د مالک د نیولو سپارښتنه کړې ده.
په دې پېښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په کویټ کې کارګر کډوال د ټولنې ستره جوړوي.
د ملکي خوندیتوب او طبي ژغورنو ډلې توانیدلي، چې ۱۱ کسان ژغورل شوي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې د اور لګیدلو خبرونه خواشینونکي وبلل او لیکي، چې: زه هغو کسانو ته، چې خپل نږدې او عزیزان او خپلوال یې له لاسه ورکړي خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو دعا کوم.
ویل کیږي د اورلګیدنې زیاتره مرګ او ژوبله د لوګي له کبله رامنځته شوې؛ خو د اورلګیدنې لامل تر اوسه معلوم ندی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
دې ته ورته خبر::
ه نیویارک ښار کې له اورلګېدنې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي
سیمه ییز خبرونه
په جمو کې ۴۲ هندو زیارت کوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – هندي پولیس
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Bus-India-attacked.jpg)
هندي پولیسو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) د شکمنو تندلارو په برید کې ۹ هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د جمو د سیمهییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي: وسلهوالو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د هند پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.
دا پېښه نن په داسې ورځ رامنځته شوې، چې نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
د هندي زیارت کوونکیو وژنې ته په نغوته کې د نریندرا مودي د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر ایکس پاڼه لیکلي: دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمیر کې د خطرناک امنیتي وضعیت رښتینی انځور دی.
جمو او کشمیر، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا لري؛ له لسیزو راپدیخوا د سخت دریځو اسلامپالو د تاوتریخوالي مرکز دی او لسګونه زره خلک پرې وژل شوي دي.
پر ۲۰۱۷ کال هم شکمنو وسلهوالو په جمو او کشمیر کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه بس برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي دي.
تېره ورځ د جمو د پولیسو مشر ویلي، چې په دې سیمه کې د ځايي تندلارو شمېر کم شوی، چې پر وینا یې یوازې په جمو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بهرني تندلاري فعال دي.
له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر مشرۍ حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیسته؛ د هند پر وړاندې د کشمیري بېلتون غوښتوونکیو او تندلارو کرکه او غصه مخ پر زیاتېدو ده.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته، کشمیر، چې ډېري یې مسلمانان دي؛ پر دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه د هند تر ادارې لاندې او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.
هند او پاکستان – دوه اټومي وسله لرونکي سیال ګاونډیانو – د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه هر یو د کشمیر یوه برخه تر خپلې ادارې لاندې لري؛ خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا لري.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان د یوې چاودنې له کبله ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/12/Pakistan-militants-attack.jpg)
د پاکستان پوځ د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) ویلي، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پوځ پر یوه لارۍ د بمي چاودنې له کبله اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې بمي برید مسوولیت ندی منلی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ یوه موټر ته څېرمه چاودنه شوې، چې له کبله یې د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.
دا پېښه د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې لکیمروټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
تحریک طالبان پاکستان په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.
پاکستان تل ویلي، دا ډله په افغانستان او قبایلي سیمو کې شتون لري او د پاکستان د حکومت د نسکورولو لپاره وسلهواله مبارزه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستاني پوځ ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اسلامآباد داخلي ستونزه ده.
-
لوبی5 days ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړې
-
سوداگري3 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
تازه خبرونه4 days ago
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
-
نړۍ5 days ago
د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی2 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ