تازه خبرونه
مجاهد له القاعده سره د اسلاميامارت د غړو اړیکې رد کړې
ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي له القاعده سره اړیکې لري.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د رسنیو هغو راپورونو ته په غبرګون کې، چې د منځني ختیځ انستیټیوټ لهخوا د یوې تحلیلي پروژې پر بنسټ خپاره شوي او په کې د اسلامي امارت له ۱۲۰۰ څخه د زیاتو چارواکو ارزونه شوې؛ په یوه غږیز پیغام کې دا تورونه ناسم وبلل او څرګندوي، چې دا ادعاوې « بشپړ دروغ دي».
مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت هېڅ اړتیا نهلري، چې له نړیوالو ډلو سره اړیکې وساتي.
هغه زیاته کړې، دا ډول ادعاوې د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم انځوروي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ډول راپورونه د عامه افکارو د ګمراه کولو او د اسلامي امارت پر وړاندې د منفي انځور د جوړولو لپاره خپرېږي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
تازه خبرونه
د امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او په عراق کې د دغه هېواد پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتنه باید د ډګرنیو شرایطو پر بنسټ ترسره شي؛ نه د یوه ټاکلې مهالوېش له مخې.
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
هغه د عراق د نوي لومړي وزیر لهخوا پر سوداګرۍ او پانګونې د ټینګار یادونه وکړه او څرګندوي؛ عراق د پام وړ اقتصادي فرصتونه لري، خو د بهرنیو پانګونو جلبول د امنیت له ټینګښت او د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدا سره تړلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د عراق او امریکا ترمنځ روانې خبرې نه یوازې پر اقتصادي همکاریو او امنیتي ترتیباتو او د سپټمبر تر پایه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پلان راڅرخېدلي دي.
خلیلزاد ویلي:« باید وکتل شي، چې دا پرېکړه به کومې پایلې ولري؛ آیا وسلوالې ډلې به خپلې وسلې پر ځمکه کېدي؟ آیا امنیتي وضعیت به داسې وي، چې ګاونډ هېوادونه د عراق په امنیتي چارو کې لاسوهنه ونهکړي؟ دا مهمې پوښتنې دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې پانګوال به هغه مهال په ډاډه زړه په عراق کې پانګونه وکړي، چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت ښه شي.
تازه خبرونه
روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نهدي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.
زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.
زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نهکړي.
هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.
هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.
-
تازه خبرونه3 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
International Sports3 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان یو برید هم بېځوابه نهدی پاتې شوی- فصیحالدین فطرت
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
-
تازه خبرونه3 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
