سیمه ییز خبرونه

د امريكا په مشرتابه د نړيوالو پوځي شتون لس كلن شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو او نړيوالې ټولنې حضور، چې له ترهگرې سره د مبارزې او د ډيمواكراسۍ د رامنځته كولو په موخه رامنځته شوى؛ لس كلن شو.

سياسي كارپوه  اكرام الدين انديشمند وايي، چې:

د افغان او بهرنيوځواكونو تر منځ د همغږي نه شتون ، د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا او د هېواد په چاروكې د يو شمېر بهرينو او په ځانگړي توگه د گاوڼد هېوادونو لاسوهنه د افغانستان د ښه پرمختگ ډېر فرصتونه اخيستې دي.

سياسي كار پوه انديشمند زياتوي ، چې:

په داسې حال كې، چې  نړيوالې ټولې له افغانستان سره ډېرې مرستې وكړې؛ خو بيا هم افغانستان ونه توانيد، چې له دغو فرصتونو سمه گټه پورته كړي.

افغان ولسمشرحامد كرزى وايي، چې:

د وسله والو طالبانو د رژيم له شاتگه لس كاله وروسته هم دولت او نړيوال ځواكونه په هېواد كې د امنيت پر ټينگيدو بريالي شوي نه دي.

پرامريكا د سپټمبرد يوولسمې نېټې پېښه، چې پړه يې د اسامه بن لادن په مشرى  پرالقاعده شبكې ورواچول شوه؛ پرافغانستان د پوځي بريد لومړنۍ بهانه گڼل كيږي.

امريكا او پلويانو يې د سپټمبر د يوولسمې له بريد څخه شاوخوا يوه مياشت وروسته( د اكتوبر په ۷) د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې په اساس په افغانستان كې د طالبانو پر رژيم پوځي بريد وكړ، چې د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په پوځي او مالي ملاتړ د يوې مياشتې په بهير كې يو نوي نظام په كار پيل وكړ .

د اكرام الدين انديشمند په باور:

امريكا او نړيوالې ټولنې ته د نا سمو معلوماتو وركولو پر لامل امريكا او نړيواله ټولنه خپلو اصلي موخو ته په رسيدو كې پاته راغله.

سياسي كارپوه جاويد كوهستانى د هغه څه په اړه خوشبين نه دى، چې په تېرو لس كالونو كې د لاسته رواړنو په نوم ياديږي.

نوموړى وايي، چې:

لاسته راونې بايد د لس كلونو راپديخوا حساب نه شي، بلكې افغانستان د يو تمدن، پوځي نظام،  ستندردو اقتصادي او پوهنيز و بېخباوو درلودونكى هېواد و،  خو د امريكا په راتلو او د نړيوالې ټولنې او امريكا د ناسمو پرېكړو  پر لامل امنيتي گواښونو وده وكړه.

جاويد په افغانستان كې نړيواله ټولنه د اقتصادي، فرهنگي او ټولنيزې ودې په اړه  ناكامه بولي او په هېواد كې د فقر، بېكارى، په نشه يې توكو د خلكو روږدي كيدل، د  اختلاس  او رشوت دوديدل ، د نشه يې توكو قاچاق او د توليد لامل د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا بولي.

اسوشيټيډ پرس ليكي، چې:

په افغانستان كې جگړه ميلياردونه ډالر لگښت لري، چې په كې زرگونه امريكايي سرتېري ټپيان كيږي او شاوخوا ۱۷۰۰ امريكايي سرتيري وژل شوي دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version