تازه خبرونه
د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مو د خبرو اترو او همغږۍ لار خلاصه ده
د رییس الوزرا سياسي مرستيال د هېواد له يو شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو سره په کتنه کې ویلي؛ د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د خبرو اترو او تفاهم لار خلاصه ده او اړوند خبرې روانې دي.
د دې غوندې اصلي موخه له علمي شخصیتونو سره د نظام د ښوالي لپاره سلا مشورې دي.
د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ډاډ څرګند کړی، چې په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره يې په هېواد کې دننه مشورې پيل کړې دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د خبرو اترو او تفاهم دروازې خلاصې دي او دا مهال خبرې اترې هم روانې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره یې په هېواد کې د ننه مشورې پیل کړي او د اسلامي امارت رهبري هم د هېواد له حساسیتونو خبر ده
د هېواد يو شمېر پوهان پدې باور دي، چې اساسي قانون، ملي تفاهم او پر حکومت ملي او نړيوال باور د وخت تر ټولو مهمې اړتیاوې دي.
په دې کتنه کې د هېواد يو شمېر پوهانو ویلي چې اساسي قانون ، ملي تفاهم او پر سرپرست حکومت ملي او نړيوال باور د دې وخت له مهمو اړتياوو څخه دي.
د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل د دغه پلاوي یو بل وړاندیز و.
ګل رحمن قاضي، چې د دغه پلاوي مشري یې کوله څرګنده کړې؛ د دې لپاره، چې افغانستان بشپړ بحران ته ولاړ نشي باید وار له مخه د جګړو او قومي شخړو مخه ونیول شي.
د رییس الوزرا سياسي مرستيال ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامي امارت رهبري د هېواد پر حساسیتونو پوهیږي او د حل لپاره یې کار کوي.