تازه خبرونه
د امریکايي او قطري چارواکو په دوحه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
ډیکر په X پاڼه کې لیکلي، چې هغې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په ناسته کې د افغانستان د ګډو ګټو په اړه په ځانګړي توګه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه او د امریکایي بندیانو بېرته ستنېدا خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کارین ډیکر ویلي، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ماري بیشاپینګ، د قطر له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ولیدل.
ډیکر په X پاڼه کې لیکلي، چې هغې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په ناسته کې د افغانستان د ګډو ګټو په اړه په ځانګړي توګه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه او د امریکایي بندیانو بېرته ستنېدا خبرې کړې دي.
د ډیکر د څرګندونو له مخې، دواړو خواوو د غیرقانوني کډوالۍ پر مخنیوي او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې هم خبرې کړې دي.
