تازه خبرونه

د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر اوس ۵۰ سلنه بشپړ شوي – جنرال مک کنزي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۰)

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو څه نا څه نیمایي برخه بشپړه کړې او د سپتمبر تر ۱۱ به یاد بهیر بشپړ ترسره شي.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) مشر جنرال فرانک مک کنزي ویلي، چې راتلونکې میاشتې به د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې وي او له افغان حکومت او وسلوالو طالبانو یې وغوښتل، چې په دوحه کې د سولې د خبرو ځنډېدلی بهیر بیا پیل کړي.

مک کنزي په منځني ختیځ کې میشتو خبریالانو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي؛ مونږ د بشپړې بېرته راګرځیدنې بهیر شاوخوا نیمایي بشپړ کړی او د سپټمبر تر ۱۱ به مو له افغانستان څخه پوره وتل بشپړ شي.

هغه زیاته کړې: مونږ چټک یو؛ خو دا بهیر ډېر ورو روان دی.

د یوشمېر راپورونو له مخې، که د ځواکونو د وتلو بهیر لکه څنګه، چې روان دی؛ روان وساتل شي  همداسې، نو یاد بهیر به د سپتمبر په وروستو کې بشپړ شي.

طالبانو ویلي ، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ به د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې په کومه ناسته کې ګډون ونکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو ګد څو بنسټیزه پلاوی کابل ته راغلی، چې له حکومتي او سیاسي مشرانو او بنسټونو سره له خبرو وروست قطر ته ولاړ شي او د سولې د مرکچي پلاوو د خبرو په بیا پیلولو کې خپله ونډه تر سره کړي.   

Trending

Exit mobile version