تازه خبرونه

د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه تر دې دمه وروستۍ شوې نده – انټوني بلینکن

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چارشنبې پر ورځ( د کب ۲۰) کانګرس ته په وینا کې  ویلي، چې له افغانستان څخه د می تر میاشتې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه وروستۍ شوې نده.

بلینکن زیاته کړې، چې تر دې دمه د دوحې تړون بیاکتنه هم وروستۍ شوې نده؛ خو په کار ده، چې طالبان او افغان حکومت د خبرو میز ته راولي.

هغه ویلي، چې د دغې څېړنې پر پایلې څه ویل له وخت مخکې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ولسمشر جوبایډن موخې په دې اړه روښانه دي.

دی وایي: مونږ به دا جګړه پای ته رسوو ؛ خپل سرتېري کورونو ته راستنوو. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلیږي او امریکا ته هم ګواښ نشي رامنځته کولی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د خپلمنځي خبرو د غزولو لپاره مو هڅې روانې دي.

بلینکن زیاته کړې: دمګړۍ مونږ پر ډیپلوماټیکو هڅو کار کوو، چې نور اړخونه هم د خبرو اترو میز ته راولو او هغه ژمنې ته، چې طالبانو له امریکا سره د معنا لرونکیو خبرو اترو لپاره کړې، ځان ورورسوو.

بلینکن ویلي؛ امریکا په دې هڅو کې ملګري ملتونه او نور هېوادونه هم ښکېل کړي دي.

دغه راز هغه څرګنده کړې؛ د افغانستان ګاونډ هېوادونه د سولې په بهیر کې اغېزمن رول لري او امریکا به دا ټول له ونډې برخمن کړي.

انټوني بلینکن وایي: ګاونډیان په افغانستان کې پراخې هڅې لري … او پر سیاسي ګوندونو هم اغېزمن دي؛ مونږ یې د راښکېلولو هڅې روانې ساتو.

هغه ویلي، چې امریکا پدې هم غور کوي، چې آیا دا هڅې به د معنی لرونکیو خبرو اترو لامل شي او کهړنه.

دا په داسې حال کې ده،چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر باب مننډز د افغانستان د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې زه په دې هېواد کې  د سولې بهیر له پلي کیدو ډېر اندېښمن یم.

Trending

Exit mobile version