Connect with us

تازه خبرونه

د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر ډالۍ ورکول به لوړه بیه ولري- پمپیو

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د چارشنبې پر ورځ ومنله، چې هغه خپل روسي سیال سیرګي لاوروف ته ویلي، چې که روسیه په افغانستان کې د امریکایي او نورو غربي سرتېرو د وژنې لپاره یو شمېر طالبانو ته ډالۍ ورکوي؛  نو دا به دوی ته ډېره ګرانه پریوځي.

نیویارک تایمز د جون په میاشت کې یو راپور خپور کړی و، چې د روسیې پوځي استخباراتو یوې ډلې په پټه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په ګډون د ائتلافي ځواکونو د وژلو لپاره له طالب سره تړلیو وسلوالو ته د ډالیو د ورکړې وړاندیزونه کړي دي.

ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، چې هغه ته د دغو معلوماتو په اړه څه ندي ویل شوي؛ ځکه، چې د امریکا ډېري استخباراتي چارواکو پر حقیقت شک کاوه. که څه هم ډېریو امریکایي او اروپایي سرچینو د هغه له دې نظر سره مخالفت کړی دی.

مایک پمپیو له آزادې اروپا / رادیو آزادي سره په یوه مرکه کې د دې خبر په اړه څه ونه ویل؛ خو څرګنده یې کړه، چې  امریکا له دې موضوع  په آسانۍ نه تېریږي.

مایک پومپیو  چک جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په بهیر کې ویلي، چې که روسیه د امریکایانو او یا د نورو لویدیځوالو د وژلو لپاره پیسې وړاندیز کوي؛ نو د دې کار لوړه بیه به پرې کړي. دا هغه څه دي، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته مې ویلي دي.

نوموړي ویلي؛ زه پوهیږم، چې زموږ د اردو د دوی له مشرانو سره خبرې کړي دي. مونږ دا کار نه شو زغملی او هغو ته د دې کار د تر سره کولو اجازه نشو ورکولی.

تېره میاشت امریکایي او اروپایي سرچینو ویلي وه، چې د امریکا استخباراتو تازه راپورونه ترلاسه کړي، چې روسیې یو شمېر طالبانو ته پیسې ورکوي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي او نور بهرني سرتېري ووژني.

دغه استخباراتي راپورونه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره په خبرو اترو لګیا دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!