تازه خبرونه

د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینه‌وو پر بندیزونو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پاکستان ته په دوه ورځني ( د سلواغې ۱۰ – ۱۱ ) سفر کې د جنرال سید عاصم منیر په ګډون له لوړ پوړیو چارواکو سره د ترهګرۍ او د اسلامي امارت د ښخینه‌وو پر تعلیمي بندیزونو خبرې کړي دي.

د امریکا سفیر د سې شنبې پر ورځ تویت کړی او د افغانستان په اړه یې د دوه ورځنیو ګټورو غونډو په لړ کې د پاکستان میلمه پالنه ستایلې ده.

ویست څرګندوي؛ هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، سفیر محمد صادق او د بهرنیو چارو له سکرتر اسد مجید خان سره لیده کاته کړي دي.

د دې لیدنو په لړ کې توماس ویست ویلي، چې دوی د تروریزم او امنیتي وضعیت، نړیوال یووالي اړتیا او د میلیونونو افغانانو حیاتي مرستو او تعلیم ته د لاسرسي په اړه د طالبانو ( اسلامي امارت) خطرناکو اغېزو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا یاد استازي د ملګرو ملتونو دا کار مهم ګڼلی او له پلي کوونکیو څخه یې د ملاتړ غوښتنه هم کړې، چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو او ښځینه زده‌کړې په اړه د اسلامي امارت د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار کړی، چې: له زړورو افغان ښځو سره مې وکتل؛ هغوی مهمې غوښتنې او نیوکې وړاندې کړې. په افغانستان کې چارسمبالې ښځې له کړاوونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

ویست ویلي؛ ښځې او نجونې، چې په کورونو کې محدودې دي، له سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ویست پر زده‌ګړو ‌او کار بندیزونه بې رحمانه برید ګڼلی او ډاډ ورکوي، چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ یوو.

هغه دغه راز په پېښور کې د تروريستي بريد له کبله د زياتو بې ګناه خلکو پر وژل کيدو هم ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د رسنیو پر خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد ويلي، د نجونو د زده‌کړې مطلق بندول افراط دی او بې چوکاته بریښودل یې تفریط دی. د اسلامي امارت تګلاره د اعتدال پر بنسټ ولاړه ده او افراطیت نه مني.

Trending

Exit mobile version