تازه خبرونه
د امریکا استازي طالبانو ته د سولې نوي وړاندیز کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته د لنډمهالي حکومت او د ښکېلو لوبغاړیو په ګډون د سولې نړیوال کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دوحه کې د طالبانو یو مشر، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي؛ خلیلزاد د لنډمهالي حکومت، د ښکېلو خواوو ترمنځ د ګډ کنفرانس، اوربند یا له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.
سرچینې زیاته کړې: خلیلزاد له یو لړ اندونو سره راغلی، چې تر ډېره یې اجنډا پر چټکو خپلمنځي خبرو راڅرخي.
هغه ویلي، چې طالبان به په لنډمهاله حکومت کې برخه وانخلي؛ خو د یوه حکومت له جوړیدو سره مخالف ندي.
رویټرز د سرچینې د ټینګار له مخې څرګنده کړې: مونږ به د لنډمهالي حکومت لپاره ښه نوم لرونکي خلکو ته سپارښتنه وکړو او دا جوړښت به لږ تر لږه دوه کاله د امنیتي بنسټونو په ګډون ټولې دولتي ادارې له سیاسي جوړښتونو پاکې کړي.
رویټرز دا ټینګار هم ښکاره کړی، چې طالبان به د تاوتریخوالي کمول په پام کې ونیسي؛ خو اوربند نه!
په راپور کې راغلي، چې له خلیلزاد څخه غوښتل شوي، چې پر افغان حکومت د ۷۰۰۰ طالب بندیانو د راخوشې کولو فشار رامنځته کړي.
سرچینې زیاته کړې: مونږ باور نلرو، چې په کوم بل هېواد کې به بل کنفرانس د افغانستان د لانجې حل رامنځته وکړي.
دغه راز طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې دوی تر دې دمه د سولې خبرو کوم بل بدیل ندی لیدلی؛ خو که په قطر کې د خبرو بل بدیل وموندل شي، دا به د خبرو ناکامي وي.
همدارنګه ولسمشر غني د شنبې پر ورځ د پارلمان د پرانستې پر مهال یوه بې سارې وینا وکړه او د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره یې نه یوازې مخالفت په ډاګه کړ، بلکې څرګندوي، چې له ټاکنو پرته د واک لېږد؛ بله لار نلري.
ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د سولې لپاره هر څوک کولی شي پر پاڼه یو څه ولیکي؛ خو زمونږ وثیقه اساسي قانون دی او بلې وثیقې ته اړتیا نلرو. په اساسي قانون کې د تعدیل لار پرانستې ده. طالبانو ته دا پیغام لرم، چې هیڅ ګواښ به د افغانانو سر ټیټ نکړي او د ادیرې سوله نه غواړو. تاوتریخوالي ودروئ او له شعاره د عمل ډګر ته راودانګئ؛ ملت راخپل کړئ او د خلکو رایې تر لاسه کړئ.
رویټرز راپور ورکړی، چې په کابل کې دوه نړیوالو سرچینو ویلي، چې د اشرف غني سخت مخالفت به د سولې هڅې ستونزمنې کړي.
دغې سرچینې ویلي: ستونزه دا ده، چې ولسمشر د خپل مشروعیت پر ننګولو او د لنډمهاله حکومت له په پام کې نیولو سره امریکا ملامته کړي او وایي، چې دوی ډیموکراتیک بهیر ته زیان رسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد په کابل کې له درې ورځو لیدلو وروسته په دوحه کې له طالب چارواکو سره لیدلي. تمه کیږي، چې هغه به د اسلام آباد په ګډون د سیمې نورو هېوادونو ته هم سغرونه ولري، چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.