تازه خبرونه

د امریکا استازې کارن دیکر هم په تاجکستان کې د هرات د لسمې امنیتي ناستې ګډونواله وه

Published

on

په افغانستان کې د امریکا چارسمبالې د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ پر اتمه ) ومنله، چې هغې د تاجکستان د دوشنبې د هرات په لسمه دوه ورځنۍ امنیتي ناسته کې ګډون کړی، چې په کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه نظرونه تبادله شول.

د امریکا چارسمبالې کارن دکر د تاجکستان د دوشنبې په دوه ورځنۍ ناسته کې، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت لخوا د هرات د امنیتي خبرو اترو  په اړه جوړه شوې وه؛ خپل ګډون تائید کړ.

کارن دکر تویت کړی؛ د هرات امنیتي خبرې اترې له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا یو ډېر ښه فرصت دی، چې د افغانستان، تاجکستان، سیمه ییزو هیوادونو او اروپايي ټولنې له استازیو سره د افغانستان د وضعیت په اړه د نظرونو د تبادلې زمینه برابروي.

هغې څرګنده کړې: زه دلته د اوریدلو لپاره راغلې یم؛ خو زه چمتو یم، چې د افغانستان د خلکو او د خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې د افغانستان لپاره د امریکا قوي ملاتړ بیا تکرار کړم.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت په دې غونډه کې سولې او پخلاینې ته د رسیدو لپاره د غونډې کډونوالو خپل اندونه او نظرونه وړاندې کړل.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم پدې باور دی، چې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول؛ په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې امنیت یوازنۍ لار ده.

د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرې، روڼ اندي او علمي شخصیتونه هم د افغانستان د ستونزې لپاره د حل لارې د موندلو لپاره زاټول شوړي، چې له ګاونډ هېوادونو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په دوستۍ کې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د غونډې ګډونوال رنګین دادفرسپنتا ویلي: موخه دا نه ده، چې د افغانستان په شخړه کې ښکېلې خواوې سره یو ځای شي؛ بلکې موخه دا ده، چې د نظر خاوندانو او سیاسي مفکرینو نظریې را غونډې او د پالیسۍ جوړوونکیو په واک کې ورکړ شي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ترې ګټه پورته کړي.

یو شمېر نور ګډونوال وايي، چې په افغانستان کې د یوې مناسبې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره یو لوی نړیوال ائتلاف ته اړتیا ده.

تر اوسه اسلامي امارت په دوشنبه کې د هرات د امنیتي غونډې د غړیو د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو پرون د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي وه، چې د افغانستان حکومت ټولګډونه دی او د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکات کې تضمین شوي او اوس ښځې په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.

د هرات لومړنۍ امنیتي ناسته په ۲۰۱۲ ز. کې د افغانستان په اړه د سولې او امنیت پر موضوعاتو د تمرکز لپاره پیل شوې ده.

 

Trending

Exit mobile version