سیمه ییز خبرونه
د امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.
امریکايي چارواکو تېره اوونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د یمن له حوثیانو سره لیدلي دي.
رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.
د ډونالډ ټرمپ دولت د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې حوثیان« بهرنی ترهګر بنسټ» اعلان کړ او له دې ډلې سره یې د ملاتړ هر ډول اړیکې جرم وبللې؛ خو واشنګټن وروسته له دې هم له حوثیانو سره خبرې کړي او د تېر کال په می کې یې له دې ډلې سره اوربند ته هوکړه وکړه. دا اوربند هغه مهال رامنځته شو، چې امریکا دوه میاشتې د سرې بحیرې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر دې ډلې بریدونه کړي وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ویلي؛ حوثیانو د هغه له دولت سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي، چې د یمن له جګړې لرې پاتې شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن له حوثیانو سره مستقیمې اړیکې لري؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنهکړل.
د دوه نورو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په هغه لیدنه کې، چې یوې سرچینې د یکشنبې پر ورځ ویلي: حوثیانو امریکايي چارواکو ته ویلي، چې د امریکايي بېړیو د بریدولو نیت نهلري او له امریکا سره د ۲۰۲۵ز.کال اوربند ته ژمن دي.
یوه یمني سرچینه وايي؛ حوثیانو همداراز ویلي، چې پر اسرائیلي بېړیو او سوداګریزو بېړیو به برید نهکوي؛ خو د سعودي عربستان اړوند بېړۍ به له دې ژمنې مستثنا وي.
د دوه سرچینو پر وینا، د امریکا لهخوا په دې لیدنه کې د دغه هېواد د سفارت چارواکو ګډون کړی و.
یوې سرچینې ویلي؛ د حوثیانو په پلاوي کې مسقط مېشت لوړپوړی چارواکی محمد عبدالسلام هم و، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی.
یوې بلې سرچینې هم د عبدالسلام حضور تائید کړی او څرګندوي، چې د حوثیانو یو بل لوړپوړی چارواکی عبدالملک العجیري هم په پلاوي کې و.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« مونږ د دې ځانګړې راپور شوې لیدنې په اړه تبصره نهکوو.»
دې ویاند زیاته کړې، چې په سره بحیره کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ خوندي کول او له منځني ختیځ څخه د ترهګرۍ د صادرېدو مخنیوی د امریکا له مهمو ګټو څخه دي.
په واشنګټن کې د عمان سفارت او د حوثیانو لوړپوړي چارواکي محمد عبدالسلام د تبصرې غوښتنې ته ځواب نهدی ورکړی.
حوثیانو تېره اوونۍ د یمن د سرې بحیرې پر ټول ساحل اغېزمن کنټرول ټینګ کړ، چې د مخا تاریخي بندر او په بابالمندب تنګي کې د پریم ټاپو هم په کې شامل دي.
بابالمندب د سره سمندر په خوله کې پروت تنګی دی، چې د« اوښکو دروازه» هم یادیږي.
حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه ونیوله او له هغه وخت راپدېخوا یې د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف سره له یوې لسیزې ډېره جګړه کړې ده. په وروستیو کلونو کې د اوربند له کبله جګړه کمه شوې وه؛ خو په جولای کې هغه مهال بېرته پیل شوه، چې حوثیانو د سعودي عربستان د بېړیو پر وړاندې په سره بحیره کې د بندیز اعلان وکړ. دوی دا اقدام د یمن پر بندرونو د سعودي عربستان د بندیز په غبرګون کې وباله.
د سعودي عربستان ولیعهد او واکمن محمد بن سلمان تېره اوونۍ له ټرمپ څخه د حوثیانو د چټک پرمختګونو له کبله د امریکا د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه. رویټرز راپور ورکړی، چې واشنګټن ریاض ته ویلي، په مستقیم ډول به په جګړه کې ښکېل نهشي.