تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو پر مدیریت نیوکه وکړه

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په یوه راپور کې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مدیریت نیوکه وکړه او څرګندوي، چې د جوبایدن او دونالد ترمپ پرېکړو د پایښت لپاره جدي پایلې درلودې او د امریکا تر ملاتړ لاندې د افغان حکومت امنیت یې وګواښه.

په دغه راپور کې د امریکا بهرنیو چارو پر وزیر انتوني بلینکن هم پرته له نوم یادولو نیوکه شوې ده. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر میاشت د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګ سره د بحران د مدیریت د یوې ځانګړې ډلې او د یوه لوړ پوړي دیپلومات په رامنځته کولو کې پاتې راتلل؛ د کړکیچ او غبرګون لاملونه ښودل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایدن له کړنو دفاع کړې ده.

کارین د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل: هغه باید پرېکړه کړې وه. امریکا په میلیاردونو دالر په داسې جګړه کې ولګول، چې پای یې نه لیدل کېده او هغه یې درول او پای ته رسول غوښتل.

د ترمپ ویاند ستیون چونګ په یوه برښنالیک کې لیکلي: یوازې یو کس له افغانستان څخه د ویجاړونکي وتلو مسوول دی( جو بایدن ).

سپینې ماڼۍ په خپل راپور کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د ګډوډۍ لامل له اسلامي امارت سره د ۲۰۲۰ کال له هوکړې وروسته د ځواکونو د کمولو د پلان نشتوالی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د خپل ۸۵ مخیز راپور ۲۴ مخونه خپاره کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: د دواړو ادارو په پېر کې د خواشینوونکي حالت سناریوګانې، چې دوی باید څارلې وای؛ په لوړ پوړیو کچو کې پرې پوره بحث شوی نه‌و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې دغه پایله رد کړه. هغې د سپینې ماڼۍ راپور ته نغوته وکړه، چې د وتلو د سناریوګانو د په پام کې نیولو لپاره یې پراخې غونډې ترسره کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، چې وزارت پلان شوي ایستل رد کړي؛ ځکه دا ناڅرګنده وه، چې کوم لوړ پوړی چارواکی به یې مشري وکړي.

په راپور کې راغلي: د بایدن ادارې د هغو اقداماتو د نه‌کولو له کبله، چې د کابل پر حکومت د باور نشتوالی ښيي؛ چمتووالی او پلانونه له خنډ سره مخ شول او دغه کار د حکومت له سقوط سره مرسته وکړه.

Trending

Exit mobile version