بی بی سی پښتو

د امریکا تاریخ کې لومړی ځل یوه ښځه جنت یلین د مالیې وزیره ټاکل شوې

Published

on

Getty Images
اغلې یلین ته د ۲۰۰۷ کال د اقتصادي ځوړتیا پای ته رسولو کې د یوې مهمې څېرې په سترګه کتل کېږي.

د امریکا سنا جرګې په تایید د مرکزي بانک پخوانۍ مشره جنت یلین د جو بایډن کابینه کې د خزانې (مالیې) وزیره ټاکل شوې ده.

۷۴ کلنه یلین په اقتصاد کې پام وړ تجربه لري چې د اوباما-بایډن د واکمنیو پرمهال د امریکا د مرکزي بانک مشره شوې وه او ترې مخکې په ۹۰مه لسیزه کې د بېل کلنټن اقتصادي سلاکاره وه.

اغلې یلین ته د ۲۰۰۷ کال د اقتصادي ځوړتیا پای ته رسولو کې د یوې مهمې څېرې په سترګه کتل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال، په یوه لسیزه کې د امریکا د ولسمشرانو د دود خلاف، ډونلډ ټرمپ د مالیې د وزیرې په توګه د اغلې یلین له ټاکلو ډډه وکړه.

له دندې تر ګوښه کېدا وروسته اغلې یلین څو ځله واشنګټن کې د امریکا له سیاسي مشرانو غوښتي وو چې د کورونا وېروس له مصیبتونو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شي.

د امریکا د سنا جرګې اقتصادي کمېټې تېره اونۍ د هېڅ یوې مخالفې رایې په مقابل کې په ۲۶ موافقو رایو د اغلې یلین صلاحیت تایید کړ او بالاخره د جنورۍ پر ۲۵مه هم هغه وتوانېده چې د جرګې په عمومي تالار کې ۸۴ موافقې رایې ترلاسه کړي، خو ۱۴ مخالفې رایې یې هم لرلې.‌

د نوموړې لومړی ګام اخیستل به دا وي چې له کورونا وېروس سره د مبارزې او د اقتصادي مخ ځوړ حالت مخنیوي لپاره د جو بایډن له خوا د یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالرو وړاندیز شوې ټولګې ته یو چوکاټ جوړ کړي..

هغې چې پخپلو ناستو کې ددې طرحې ملاتړ کړی او اوس د خزانې وزیره ده، باید کانګرس ته روښانه کړي چې ولې د پیسو دا ټولګه باید د ۸۰۰ میلیون ډالرو له ټولګې یوه میاشت وروسته تصویب شي.

Trending

Exit mobile version