نړۍ
د امریکا دفاع وزیر د چین د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ
رویټرز راپور ورکړ، چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ: “د چین ګواښ رښتینی او شونتیا یې نږدې ده. د مبالغې لپاره هیڅ دلیل نشته. هغه ګواښ، چې چین یې رامنځته کوي؛ رښتینی دی او ممکن نږدې وي”.
د امریکا دفاع وزیر د چین د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او له آسیایي متحدینو یې غوښتي، چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.
رویټرز راپور ورکړ، چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ: “د چین ګواښ رښتینی او شونتیا یې نږدې ده. د مبالغې لپاره هیڅ دلیل نشته. هغه ګواښ، چې چین یې رامنځته کوي؛ رښتینی دی او ممکن نږدې وي”.
هنګسټ، چې د لومړي ځل لپاره یې د سینګاپور شانګری – لا خبرې یا د دفاعي مشرانو، پوځي او ډیپلوماتانو لپاره د آسیا غوره فورم پر مهال خبرې کولې ټینګار وکړ، چې “د هند-پاسفیک سیمه د ټرمپ ادارې لپاره لومړیتوب لري.”
د امریکا دفاع وزیر د ټرمپ د دې ادعا تکرار وکړ، چې چین به د هغه د ولسمشرۍ پرمهال پر تایوان برید ونکړي، او زیاتوي، چې د تایوان د فتح کولو لپاره د چین هر ډول هڅه “به د هند-پاسفیک سیمې او نړۍ لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.”
هغه زیاته کړې: “دا باید ټولو ته روښانه وي، چې بیجینګ په باوري ډول په هند-پاسفیک کې د پوځي ځواک د توازن بدلولو لپاره د ځواک د احتمالي کارونې لپاره چمتووالی.”
د یادونې ده، چې چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او د هغې پر بېرته راستنېدو لپاره که د زور له لارې وي یا د خبرو اترو له لارې ټینګار کوي. امریکا، چې تایوان په سیاسي توګه پر رسمیت نه پېژني، د چین په وړاندې د دې ټاپو اصلي ملاتړی دی.
